تر زرو ډېر کسان د انساني قاچاق په تور نیول شوې

تر زرو ډېر کسان د انساني قاچاق په تور نیول شوې
تر زرو ډېر کسان د انساني قاچاق په تور نیول شوې

د انټرپول او افریپول پلټونکو نړیوالو پولیسو په ټوله نړۍ کې د انساني قاچاق پر وړاندې نړیوال عملیات کړي چې په پایله کې یې تر ۱۰۰۰ ډیر کسان نیول شوي دي.

د انټرپول نړیوالو پولیسو سازمان اعلان کړی دی چې د می او جون میاشتو ترمنځ د “فلش واکا” په نوم عملیاتو کې د ۵۴ هیوادونو امنیتي ځواکونه برخه درلوده.

دا عملیات په لویدیځه افریقا او شاوخوا سیمو کې د منظمو جرمي سازمانونو پر وړاندي د انساني قاچاق پر برخه متمرکز شوې وه.

د ۸۲۳ پیژندل شویو زیانمنو په منځ کې، ډیری یې د آسیايي هیوادونو، په ځانګړې توګه د بنګله دیش، هند، پاکستان، سریلانکا او ویتنام وګړي دي. له دغو زیانمنو څخه یو شمېر یې په هوټلونو او د ښکلا په سالونونو کې د کار د درواغجنو ژمنو له امله نیول شوي چې آند پرې جنسي تېری شوی.

د دې شبکو ځینې یې په بورکینا فاسو، کامرون، عاج ساحل، غانا، ګینه او مالي کې پیژندل شوي، او پلټونکو تر ۸۰۰ ډیر جرمي توکي او وسایطو نیولي دي.

دغه راز ۲۷۳۱ کسان د کډوالو په توګه پیژندل شوې چې په اړوندو هیوادونو کې په غیر قانوني توګه اوسیدل. د ویلو ده چې تېر کال هم په ورته نړیوالو علملیاتو کي ۳۰۰ کسان نیول شوې وه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "تر زرو ډېر کسان د انساني قاچاق په تور نیول شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*