د افغانستان کرکټ بورډ پر دریو افغان لوبغاړو بندیزونه ولګول

افغانستان کرکټ بورډ

د افغانستان کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ دسمبر ۲۵ (مرغومي څلورمه) اعلان وکړ چې پر دریو ملي لوبغاړو یې بندیزونو لګولي او د مرکزي قرارداد امتیاز یې ورڅخه اخیستی دی.

د کرکټ بورډ ددې پرېکړې له مخې، توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي، نوین الحق او مجیب ځدران د یو کال لپاره د ملي لوبډلې د مرکزي قرارداد د اخیستو او همدارنګه د دوو کلونو لپاره په بهرنیو سوداګریزو لیګونو کې د ګډون اجازه نلري.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي ددغو لوبغاړو په اړه یې پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې هغوی د “ادارې او ملي ګټو خلاف” د مرکزي قرارداد له لاسلیک کولو څخه ډډه وکړه. ددغو دریو لوبغاړو له لوري د مرکزي قرارداد د نه لاسلیکولو لامل په سوداګریزو لیګونو کې د هغوی بوختیا ښودل شوې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ په بیان کې ویل شوي: “دوی شخصي ګټې تامینوي او د افغانستان په استازیتوب لوبو څخه چې ملي مسئولیت او د ملي ګټو تامینونکی فعالیت بلل کېږي؛ د ځان اېستلو هڅه ده چې پر همدې بنسټ افغانستان کرکټ بورډ غوره وبلله، ترڅو د یادو لوبغاړو پر وړاندې دغه انضباطي پرېکړه وکړي.”

د کرکټ بورډ په بیان کې ددې قضیې لپاره د غوره شوې کمېتې د یو غړي له قوله ویل شوي: “فضل الحق فاروقي، مجیب الرحمن او نوین الحق د برېښنالیکونو له لارې کرکټ بورډ ته خبر ورکړی، چې د راتلونکي زېږديز کال له پیل وروسته له مرکزي قرارداد څخه وځي او دغه راز باید د ملي لوبډلې په راتلونکو ټولو لوبلړیو کې له دوی سره مشوره وشي چې ایا په لوبو کې ګډون کوي او که نه؟”

کرکټ بورډ وايي د لوبغاړو ددغو غوښتنو د ارزولو دپاره یې یوه کمیټه وګومارله او وروستۍ پرېکړه د همدې کمیټې د ارزونو پراساس شوې ده.

د کرکټ بورډ په بیان کې ویل شوي چې د دغې پرېکړې د عملي کېدو په موخه د کرکټ نړیوالې شورا، کرکټ اسیايي شورا، نورو کرکټ بورډونو او ښکېلو اړخونو ته خبر ورکړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده دا درې افغان لوبغاړي راتلونکی کال د هند په پریمیر لیګ او نورو نړیوالو تجارتي لیګونو کې برخه واخلي.

یادو لوبغاړو سمدستي د کرکټ بورډ د پرېکړې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

تېره اونۍ، د شل اوریزه کرکټ لوبو د نړیوال لیګ تنظیموونکو پر نوین الحق باندې د لوبو له ټاکلي چوکاټه د سرغړونې پر سر تر ۲۰ میاشتو پورې په دغو لوبو کې د ګډون بندیز ولګوه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان کرکټ بورډ پر دریو افغان لوبغاړو بندیزونه ولګول"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*