افغانستان کې د طبي مراقبت له بحران څخه خبرداری

په افغانستان کې د ښځينه ډاکټرانو کمښت هم زيات دی
په افغانستان کې د ښځينه ډاکټرانو کمښت هم زيات دی

د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) په افغانستان کې د روغتيايي او طبي خدماتو د کمښت له بحران څخه خبرداری وکړ. زياته شوې په مليونونو له درملنې بې برخې کيدای شي.

د (WHO) سازمان په افغانستان کې د روغتيا په سيکتور کې له بحران څخه خبرداری ورکړ. ياد سازمان ويلي دي چې که په افغانستان کې مخ په وړاندې هم په ياد سيکتور کې اړيني مالي مرستې ونشي، نو به ۸ مليونه انسانان و اړينې درملنې او درملو ته نور لاسرسی ونلري. د روغتيا نړيوال سازمان دغه خبرداری د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اګست ۱۸ نېټه) ورکړ.

د ياد سازمان عمومي مشر، تېدروس ادهانوم غېبرېسوس په يوه اعلاميه کې ويلي دي: «په افغاسنتان کې وضعيت جدي دی او د روغتيايي پرسونل، ځايونو، د وسايلو او پيسو کمښت بېشماره ژوندونونه د ګواښ سره مخامخ کړي.»

د روغتيا د نړيوال سازمان د ياد چارواکې په وينا په افغانستان کې د روغتيايي آسانتياو د مالي کمښت سره د مخامخ کېدو حالت دوام به د دې لامل شي چې شاوخوا ۱،۶ مليون افغانان د سايکلوژيکې مشورې او ټولنيز سايکولوژيک ملاتړ او ۱۱ مليونه ماشومان د پوليو له واکسين څخه بې برخې شي. په وينا يې ۸۷۵ زره د سختې سوی تغذيې او لوږې د ګواښ سره مخامخ دي.

د کوم وخت راهيسي چې جمهوریت  د ۲۰۲۱ کال د اګست په مياشت کې په افغانستان کېسقوط وکړی، دغه هيواد په نړيواله توګه منزوي دی. په افغانستان کې د لسيزو جګړې او بحرانونو وروسته بشري وضعيت په لوړه اندازه ستونزمن بلل کيږي. د ملګرو ملتونو د آمارو په حواله په دغه هيواد کې ۲۸ ميليونه انسانان پر بشري مرستو متکي دي. د دغه هيواد نفوس ۳۷ ميليون انسانان اټکل کيږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان کې د طبي مراقبت له بحران څخه خبرداری"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*