افغانستان کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پېل شو

د پيل شوي کمپیاین په ترڅ کې به شاوخوا ۱۱ میلیونه افغان ماشومان د پولیو پرضد واکسین شي
د پيل شوي کمپیاین په ترڅ کې به شاوخوا ۱۱ میلیونه افغان ماشومان د پولیو پرضد واکسین شي

د افغانستان حکومت د عامې روغتیا وايي، د دغه پوليو کمپاین په ترڅ کې به شاوخوا ۱۱ میلیونه ماشومان د ګوزڼ یا پولیو پر وړاندې واکسین شي.

له «پولیو خلاص افغانستان» بنسټ، د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د پولیو یا ګوزڼ په وړاندې د واکسین کمپاین د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې پيلیږي.

دغه بنسټ، پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې کمپاین به له نن دوشنبې (د ۲۰۲۳ میلادي کال سپټمبر ۲۵مه) څخه تر پنجشنبې (د ۲۰۲۳ میلادي کال د سپټمبر ۲۸مه) پورې دوام وکړي.

ددې بنسټ د نقشې له مخې، له ارزګان پرته د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د پولیو واکسیناسیون تطبیق کیږي. دغه بنسټ نه دي ویلي چې په ارزګان کې د پوليو واکسین کمپاین د نه تطبیق کېدو دلیل څه دی، خو د افغانستان حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان دویچه ویله ته وویل، په روزګان کې څو ورځې وړاندې د پولیو ضد واکسین تطبیق شوی نو ځکه دغه کمپاین کې ارزګان شامل نه دی.

او کله چې په دغه ولایت کې د پخواني پوليو کمپاین د ځنډ لامل په اړه له ښاغلي شرافت څخه وپوښتل شول هغه وویل: «اکثريت ځينې تخنيکي ستونزې وي يا د ښه تطبيق د لارو چارو خبره وي.»

 د پولیو یا ګوزڼ ناروغي د بشپړ ختمولو د هڅو سربیره، لاهم افغانستان کې دغه ناروغي شته. د روانې سپټمبر میاشتې په لومړیو کې د پولیو پرضد د مبارزې چارواکو افغانستان کې د ماشومانو فلج یا ګوزڼ د ډېرېدو خبرداری ورکړی.

د افغانستان حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د پولیو یا ګوزڼ پر وړاندې د واکسین کمپاین کې له ۶ میاشتنۍ پورته ماشومانو ته د ویټامین A کپسول هم ورکول کیږي.

ددغه وزارت په ویناپاڼه کې راغلي: «ویټامین A د ماشومانو د سترګو، پوستکې او معافیت سیسټم په سالم ساتلو کې مرسته کوي.»

ویناپاڼې د افغانستان د عامې روغتیا د وزیر ډاکټر قلندر عباد له قوله لیکلي چې د نړېوالو همکارانو په مرسته او ملاتړ له افغانستانه د پولیو ناروغي په بشپړ ډولو ختمولو هوډ لري.

هغه زیاته کړې: «د پولیو ناروغۍ وروستۍ پېښې د اندېښنې وړ دي. د پولیو واکسین کمپاینونه او لومړني روغتیايي خدمتونه به تر هغه جریان ولري چې دغه ناروغي مو له هېواده په بشپړه توګه ورکېږي.»

 د عامې روغتیا وزارتد مالوماتو پر بنسټ، په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې د پولیو ۵ مثبت پېښې ثبت شوې چې له امله یې دغه وزارت اندېښمن دی.

پولیو ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او ډاکټران وايي یواځې د پوليو واکسین په مټ ددې ناروغی مخنیوی کیږي.

د ډاکټرانو په وینا په دې ناروغی اخته کېدل یا د عمري فلج کېدو او یا هم د مړیني سبب ګرځي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پېل شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*