افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو
افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

د افغانستان د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې یې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړی دی.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ددغه کمپاین په ترڅ کې به چې نن د دوشنبې په ورځ اګست ۲۱(زمري ۳۰) پیل شوی د پنځه کلنو د ښکته عمر، ۱۱ میلیونوماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان په شمالي زون کې به د پولیو د واکسین کمپاین یوه اونۍ وروسته ترسره شي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې ددغه کمپاین په ترڅ کې به ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین د ورکولو سربیره د ۲۴ او ۶۵ میاشتنیو ماشومانو ته د کلمو د ناروغۍ د درملنې لپاره د “میبندازول” تابلیتونه هم ورکړل شي.

د افغانستان د حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد ددغه کمپاین په اړه ویلي:” مونږ ژمن یو، چې د خپلو شریکانو په همکارۍ سره پولیو ناروغي له افغانستان څخه محوه کړو. د پولیو د ناروغۍ وروستۍ ثبت شوې پیښې د اندیښنې وړ دي د پولیو په ضد د واکسین کمپایونه او هم لومړي روغیايي خدمتونه به د دغې ناروغۍ د بشپړې محوه کولو پورې دوام ولري”.

ښاغلي عباد ټینګار کړی، چې له افغانستان څخه د پولیو د ناروغۍ له منځه وړلو لپاره د سیمې د مشرانو، سپین ږیرو او دیني عالمانو ملاتړ ډیر مهم دی او ددغې ناروغۍ پر وړاندې په مبارزه کې د هغوی ونډه ډیره مهمه او لازمه ده.

د عامې روغتیا وزارت په اعلامیه کې ویل شوي:” د پولیو د ناروغۍ سره په مبارزه کې د خلکو ونډه او ګډون ډیر زیات مهم دی. کورنۍ د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر د خپلو ماشومانو په واکسینولو سره کولی شي هغوی وقایه کړي او د پولیو د ویروس حرکت چې ددغې ناروغۍ سبب ګرځي ودروي او محوه یې کړي. همداشان د سیمې لویان په بریالیتوب سره د پولیو د کمپاین تطبیقولو سره د پولیو واکسین کارانو سره همکاري وکړي”.

په افغانستان کې د روان ۲۰۲۳ کال پیل څخه تراوسه د پولیو پنځه پیښې د ننګرهار په ولایت کې ثبت شوې دي.

دا پیښې د دغه ولایت د دوربابا، بټي کوټ،نازیان او بهسود ولسوالیو کې ثبت شوي دي. په دغو ولسوالیو کې په پولیو د اخته شویو ماشومانو له ډلې یوه کوچنۍ نجلې پر دغې ناروغۍ د اخته کیدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تیرکال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پیښې ثبت شوې وې. د عامې روغتیا وزارت د راپور له مخې تراوسه د پولیو ۱۲ کمپاینونه ترسره شوي دي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي، چې لا هم د پولیو ویروس ددغو هیوادونو د ماشومانو ژوند ته ګواښونه راولاړوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*