افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت دوحه کې غونډه کېږي

د دوحه غونډې جوړوونکي وایي د ” ګډې راتلونکې جوړولو” په نامه ناستې موخه په نړۍ کې د جګړو د درولو پر سر خبرې، کډوالي، انساني کړاو او د جنسیت پر بنسټ توپیري چلند ته د پای ټکی اېښودل دي.

دا چې په نړۍ کې داسې ستراټیژیو ته وده ورکول چې په کې ښځو ته د زدکړو زمینه برابره شي هم د غونډې له موخو ده، نو د ځینو په اند په دې مسله کې افغانستان تر ټولو ناوړه وضعیت کې ګنل شوی او نن به هر اړخیز بحث پرې کېږي.

په دوحه کې د کړکېچ او بشري څېړنو مرکز وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د افغان ښځو او نجونو پر زدکړو د لګېدلو محدودیتونو او ورته د حل لارو موندلو په پار به یو شمېر نړیوال کارپوهان او د ځینو حکومتونو استازي غونډې ته ویناوې وکړي.

د قطر او اندونیزیا په نوښت دغه دوه ورځنۍ غونډه پرون د قطر امیر شیخ تمیم ال ثاني رسماً پرانیسته چې په کې د اسراییلو او حماس، د روسیې او اوکراین ترمنځ او په یمن کې پر جګړې خبرې وشوې. او همدارنګه په افغانستان کې د نجونو او ښځو وضعیت او اقلیمي بدلون یې هم مهمې برخې وې.

ټاکل شوې ده نن د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیران هم په کې ګډون وکړي. د دې ترڅنګ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ټام وېسټ هم له ګډونوالو دی.

دوحه

په قطر کې د افغان ښځو او نجونو د تعلیم په اړه د پیل شوي (دوحه فورم) بحث ته ډاکټر غلام عمر قرغه وویل: “په افغانستان کې د ښوونځیو او تعلیم تاریخ له شخړو سره تړلی دی، زما په اند دا معقوله ده چې خبرو ته لاره هواره کړو او طالبان وهڅوو او ازاد بحث ته یوه نقشه جوړه کړو. زما په اند له دې پرته به ډېره ګرانه وي چې د پرمختګ لپاره دې موږ حل وموندلی شو”.

په دې بحث کې د تېر نظام د پوهنې وزیرې رنګینه حمیدي وویل له هغه باور سره مخالفه ده چې ګنې افغان ښځې د خپلې راتلونکې د بدلولو توان نه لري: “دا باور کول چې ګنې ښځې او نجونې د خپلې راتلونکې د بدلولو توان نه لري، یو داستان دی، چې زه د یوې افغانې مېرمنې او مور په تګه باور پرې نه لرم”.

د دوحه بحث یوې بلې افغانې ګډونوالې او ویناوالې او د ډیجیټل سیټیزن فنډ یوې بنسټګرې رویا محبوب وویل، د ښځو د توانمندۍ په اړه د خلکو ذهنیت د بدلېدو په حال کې دی، “دوی غواړي نجونې او خویندې یې ښوونځي ته ولاړې شي او خپلو زدکړو ته دوام ورکړي”.

د طلوع نیوز مشر ذبیح الله سادات چې د غونډې له ګډونوالو دی وايي چې ټاکل شوې ده نن د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت هر اړخېزې خبرې وشي:

“په دې ناسته کې پر ځینو مهمو مسلو بحث کېږي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت، د نجونو د ښوونځیو او د ښځو د کار په باب هم نظریات تبادله کېږي”.

دوحه

د ناستې تنظیموونکو په یوه اعلامیه کې ویلي چې قطر او اندونیزیا باورمن دي چې زدکړې د ملتونو پرمختګ کې لویه ونډه لري او افغان ښځې هم باید استثنا نه وي.

په افغانستان کې د طالبان حکومت لا د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.

ملګرو ملتونو د بشري حقونو په نړیواله ورځ چې پرون وه، د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې خپل مکلفیتونه دې وپېژني او بشري حقونو ته دې درناوی وکړي.

دغه سازمان ویلي چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره حکومت مخ په ډېرېدو دوه ګونی چلند کوي او ورځ تر بلې یې له عام ورځني ژونده څنډې ته کوي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو په وینا د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو پالنه او ساتنه د طالبانو مسولیت دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت دوحه کې غونډه کېږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*