افغانستان کې د کجکي بند ته د ایراني پلاوي د سفر په اړه وضاحت

افغانستان کې د کجکي بند ته د ایراني پلاوي د سفر په اړه وضاحت
افغانستان کې د کجکي بند ته د ایراني پلاوي د سفر په اړه وضاحت

د ايران د بهرنيو چارو وزير وايي، چې ايراني پلاوي د کجکي بند څخه ليدنه کړې، خو د ایران د انرژۍ وزارت مرستيال وايي، چې افغان حکومت ورته اجازه نه ده ورکړې.

 د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې د ایران تخنیکي پلاوي د کجکي بند د اوبو د اندازه کولو له یوه سټیشن څخه لیدنه وکړه.

د ايران او افغان حکومت ترمنځ د هلمند سیند د حقابې پرسر جنجال په اړه، د ايران یوه تخنیکي پلاوي د اوبو د وضعیت ارزونې له پاره افغانستان ته سفر وکړ.

د ایران د بهرنيو چارو وزير د دوشنبې په ورځ «اګست ۱۴مه» په يوه خبري ناسته کې وويل: «تېره اوونۍ د افغانستان د موقت حکومت په همکارۍ د ۱۳۵۱ کال د موافقې پر بنسټ، د ايران تخنيکي پلاوي د کجکي بند له وضعيت څخه ليدنه وکړه.» 

د ایسنا خبري اژانس د خبر له مخې حسین امیرعبداللهیان وايي، دغه پلاوی اوس تهران ته راستون سوی او ډېر ژر به خپل راپور وړاندې کړي.

د ایران او د کابل د واکمنانو تر منځ یوه تر ټولو مهمه لانجه د کجکي بند د اوبو زیرمو د وضعیت پر سر ده. دا بند په هلمند ولایت او د هلمند پر سیند جوړ سوی او د افغانستان یو له مهمو بندونو څخه ګڼل کیږي.

«افغان حکومت د کجکي بند څخه د ليدني اجازه نه ده ورکړې»

امير عبداللهيان خبريالانو ته وويل: «لومړني راپور په دې سيمه او لاره کې وچکالۍ په ګوته کوي، خو موږ په دې ټينګار کوو، تر څو زموږ پلاوي د کجکي بند له سرچينې څخه ليدنه و نه کړي او په دې اړه فني راپور وړاندې نه کړي، د افغان چارواکو هغه خبره چې وچکالي ده، معیار نسي کيدای.»

په داسې حال کې چې د ایران حکومت د بهرنیو چارو وزیر د « کجکي بند د اوبو وضعیت» ته د ایراني پلاوي سفر اعلان کړ، خو د انرژۍ وزارت مرستیال بيا وايي چې افغان چارواکو دې کار ته اجازه نه ده ورکړې.

د مهر خبري اژانس د خبر له مخې محمد جوانبخت په یوه خبري غونډه کې په دې اړه خواشیني څرګنده کړه چې «افغان چارواکو د ایران تخنیکي ټیم ته اجازه ورنکړه چې د کجکي بند د اوبو له زیرمې څخه چې د سپوږمکۍ په عکسونو کې د اوبو کافي ذخیرې معلومې، دوي ورته د لیدني اجازه ورنکړه».

په افغانستان کې د اوبو د کمښت وضعیت رښتیا هم ټکان ورکوونکی دی
په افغانستان کې د اوبو د کمښت وضعیت رښتیا هم ټکان ورکوونکی دی

هغه وايي، ايراني پلاوي ته يوازې د کجکي بند د اوبو د اندازه کولو له یوه سټېشن څخه د ليدنې اجازه ورکړل سوې او « د دې ليدنې پر مهال يې وليدل چې د کجکي بند پر لور د اوبو جريان دوام لري او اوبه بهېږي.»

د دې لیدنې په اړه بیلابیلې کیسې شته. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې په روزګان ولایت کې د دهراوود د اوبو د اندازه کولو سټیشن ته د ایراني تخنیکي پلاوي د سفر د تاییدولو په ترڅ کې ادعا وکړه چې دغه پلاوي ته څرګنده سوه چې په افغانستان کې د اوبو د کمښت وضعیت رښتیا هم  ټکان ورکوونکی دی.

سربیره پردې، داسې ښکاري چې د کجکي بند د زیرمې لیدنه د ایراني پلاوي په پلان کې نه وه. خو د افغانستان په چارو کې د ایران ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي په دې وروستیو کې ویلي دي چې ایراني پلاوی به د لومړي ځل له پاره د روزاګان په دهراوود سیمه کې د اوبو د اندازه کولو له سټیشن څخه لیدنه وکړي. په دې سټیشن کې، هلمند ته د ننوتلو اوبو اندازه محاسبه کیدی سي.

د ایران او افغانستان ترمنځ د هلمند سیند د حقابې پر سر شخړه څه باندې نیمه پېړۍ وړاندې روانه ده او په ۱۳۵۱م کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د هواري په موخه یو تړون لاسلیک سو، چې افغان حکومت په وار وار ورته د ژمنتیا خبره کړې ده.

د رئیسي «اخطار»، د افغانانو توند او مسخره غبرګون

په هرصورت، په هلمند سیند کې د ایران د حقابې په اړه د شخړې نوی پړاو د می مياشتي په پای کې پیل سو. په هغه وخت کې د ایران د حکومت د دیارلسمې دورې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د افغانستان واکمنان تورن کړل چې په یوه نیم کال کې چې دوی په واک کې دي، د ایران حقابه په هلمند سیند کې او د اوبو د خلاصون په برخه کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

د دې بیانیې له خپریدو یوه ورځ وروسته ابراهیم رئیسي د ایران ختیځته د خپل ولایتي سفر په ترڅ کښې وویل:« زه د افغانستان اوسنیو چارواکو او واکمنانو ته خبرداری ورکوم چې د سیستان او بلوچستان د سیمې د اوبو هغه حق چې د هلمند په سیند کې دی، په ښکاره توګه ورکړي.»

د ایران د مشر دغه څرګندونې سمدستي د کابل د واکمنانو له توند غبرګون سره مخ سولې، او هغوي په یوه اعلاميه کې د ايران له چارواکو وغوښتل، چې لومړى د هلمند سيند د اوبو د وضعيت په اړه خپل «معلومات»  بشپړ کړي او بيا به ورته حاضر سي. او دوي باید خپلې غوښتنې په مناسبو کلمو سره مطرح کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې لیکلي: «د دهراود په سیمه کې د اوبو اندازه کولو سیسټم کې د اوبو د جریان له کتلو او اندازه کولو وروسته، ایراني پلاوي دې نتیجې ته ورسېدل چې سږ کال به د وچکالۍ چې د اقلیم د بدلون سره سم د نړیوالې پدیدې له امله رامنځته سوې، اوبه به د تېرو کلونو په شان دوام ونه لري.»

تر اوسه افغانستان ته د ایراني پلاوي د څېړنو پایلې رسنیو ته نه دي وړاندې سوي. خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي  وايي: « نيمروز ته د اوبو يوه څاڅکي هم نه بهیږي او زموږ خلک هم په دې سيمه کې د اوبو د نشتوالې له امله ځورېږي.»

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان کې د کجکي بند ته د ایراني پلاوي د سفر په اړه وضاحت"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*