
افغانستان کې پر نس ناستې ناروغۍ د اخته ۶۴۴ زره ماشومانو درملنه
د عامې روغتیا وزارت وایي، په هېواد کې د موسمي ناروغیو، په ځانګړي ډول د نس ناستې پېښې زیاتې شوې دي.
د دغه وزارت د ویاند په وینا، د ۱۴۰۴ کال د مرغومي میاشتې له پیله د روان کال د چنګاښ تر ۹مې پورې، ۶۴۴ زره او ۸۲۴ هغه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم وو او په حادې نس ناستې اخته وو، روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وایي: «د تېر کال په پرتله سږ کال د حادې نس ناستې پېښې زیاتې شوې دي. لاملونه یې زلزله، بېځایه کېدل، سېلابونه او د څښاک د اوبو او خوړو نه خوندیتوب دي.»
یو کلن مزمل، چې د ماهګل تر ټولو کشر زوی دی، له تېرو پنځو ورځو راهیسې په حادې نس ناستې اخته دی. مور یې وایي، د هوا له تودېدو سره یې ماشوم ناروغ شو او په نجراب کې یې درملنه ممکنه نه وه، نو ځکه یې د کابل اندراګاندي د ماشومانو روغتون ته راوست.
د ناروغ ماشوم مور، ماهګل، وایي: «هوا چې ګرمه شوه، ماشوم مې ناروغ شو. څو ډاکټرانو ته مې یووړ، درمل مې ورته واخیستل خو ګټه یې ونه کړه. د نس ناستې او کانګو له امله ډېر کمزوری شوی و، نو دې روغتون ته مې راوست او بستري شو.»
د یوې بلې ناروغې ماشومې مور، ګلبيبي، وایي: «لور مې له څلورو ورځو راهیسې ناروغه ده. له هغه وخته چې هوا ګرمه شوه، په نس ناسته اخته شوې ده.»
ورسره هممهاله، د اندراګاندي د ماشومانو روغتون د داخلې څانګې مسوولان وایي، د هوا له تودېدو سره د نس ناستې ناروغان زیات شوي او هره ورځ له ۱۵۰ تر ۲۰۰ پورې ماشومان دغه روغتون ته راوړل کېږي.
د اندراګاندي د ماشومانو روغتون د داخلې څانګې مسوول، محمدعارف حسنزی، طلوعنیوز ته وویل: «هغه ناروغان چې وضعیت یې ښه وي، نسخه ورکوو او رخصتوو یې. د منځني وضعیت ناروغان بشپړې معاینې کېږي، که جدي ستونزه ونه لري، رخصتېږي؛ خو هغه ماشومان چې حالت یې خراب وي یا یې د بدن اوبه ډېرې له لاسه ورکړې وي، بستري کوو.»
ډاکټران د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره میندو ته سپارښتنه کوي چې د ماشومانو د خوړو او حفظالصحې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
ډاکټر حبیبشاه عظیمي وایي: «میندو ته سپارښتنه کوو چې زاړه خواړه دې نه کاروي، تل دې تازه خواړه تیار کړي او په ګرمو ورځو کې دې خپلو ماشومانو ته ډېر مایعات ورکړي.»
ډاکټران خبرداری ورکوي، که کورنۍ په ګرمو ورځو کې د پاکو څښاک اوبو، شخصي حفظالصحې او پر وخت درملنې ته پاملرنه ونه کړي، نس ناسته کولای شي له یوې درملنې وړ ناروغۍ څخه، په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره، د ژوند جدي ګواښ وګرځي.
لومړی نظر وکړئ on "افغانستان کې پر نس ناستې ناروغۍ د اخته ۶۴۴ زره ماشومانو درملنه"