افغانستان کې ښایي بیا د کانکور ازموینه د نجونو د ګډون پرته واخیستل شي

6
2

د طالبانو د حکومت د کانکور د ازموینې ملي ادارې په داسې حال کې تر راتلوونکو دوو اونیو د ۱۴۰۳ کال د کانکور د ازموینې د لومړي پړاو د ازموینو د پیلیدو اعلان کړی چې دغې ادارې ویلي، د کانکور په ازموینه کې د نجونو د ګډون په اړه پریکړه د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت پورې اړه لري.

د طالبانو د حکومت د کانکور د ازموینې د ملي ادارې رئیس عبدالباقي حقاني د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۳(جوزا درییم) کابل کې یو خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال د ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور په ازموینه کې د نجونو د ګډون په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ددې ادارې مسوولیت یوازې د ازموینې اخیستل دي او دا چې کومه اداره له چا ازموینه اخلي د هغې ادارې پورې اړه لري.

هغه وویل: “ډیر مسایل دي چې د پوهنې وزارت پورې تړاو لري او اکثره مسایل د لوړو زده کړو وزارت پورې مربوط کیږي، هرکله چې د فورمو ترتیب او کړنلار یې بشپړه شي او کله چې د ازموینو ملي ادارې ته مراجعه وکړي، مونږ له هغوی ازموینه اخلو، دا مسایل د ادارو پورې مربوط دي، د هغو ادارو د پالیسو پورې تړاو لري ددغسې مسایلو په اړه ښه به وي چې له هغوي پوښتنه وشي”.

دا درییم پرله پسې کال دی چې د منځنۍ او ثانوي دورې د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ تړلي دي او هم شاوخوا د یو نیم کال راهیسې د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو دروازې د نجونو او ښځو پرمخ تړلي دي.

د طالبانو د حکومت د کانکور د ازموینې ملي ادارې رئیس عبدالباقي حقاني په دغه خبري کنفرانس کې په پنځه پړاونو کې د ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور د ازموینې اعلان وکړ او ویې ویل چې د لومړي پړاو ازموینې به د جوزا د میاشتې په ۱۷ پیل او درې ورځې به دوام وکړي.

هغه وویل: “دوییم پړاو ازموینې به د چنګاښ د میاشتې په اول او دوییم، دریم پړاو ازموینې به د چنګاښ د میاشتې په اووم او اتم، د څلورم پړاو ازموینې به د چنګاښ د میاشتې په ۱۴،۱۵ او ۱۶ او پنځم او وروستي پړاو ازموینې به د چنګاښ د میاشتې په ۲۲ ورځ ترسره شي”.

ددغې ادارې د معلوماتو پر اساس د میدان وردک، لوګر، پروان، کاپیسا، پنجشیر، غزني، پکتیکا، پکتیا، کونړ، زابل، بامیان، سمنګان، بادغیس، هرات، غور او نورستان ولایتونه د ازموینې په لومړي پړاو کې شامل دي.

همداشان عبدالباقي حقاني وویل چې کابل ولایت د کانکور ازموینې په دوییم پړاو کې شاملې دي او هم د تخار، کندز، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، ارزگان، بغلان، دایکنډي او بدخشان ولایتونو کې ازموینې به په درییم پړاو کې واخیستل شي.

هغه وویل چې په څلورم پړاو کې د ننګرهار، خوست، لغمان، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونه شامل دي او په وروستي پړاو کې متفرقه ازموینه به واخیستل شي چې له هیواد څخه بهر د زده کوونکو د ازموینې لپاره ځانګړې شوې ده.

د ښاغلي حقاني د وینا پر اساس د ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور د ازموینې لپاره یو شمېر اړین تدابیر لکه د هېواد په کچه د کانکور فورمې توزیع کول، د هیواد بهر د فارغانو نوم لیکنه، د سیستمونو تخنیکي ارزونه او د نوي سرورونه او اړینو تجهیزاتو چمتو کول، په پام کې نیول شوي.

هغه وویل: “کانکور ازموینو د سیستم معیاري کېدو لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په همکارۍ د سیستم پر اصلاح او نوي کېدو کار شوی او د چارو د لا اغېزناکه کولو لپاره له بېلابېلو ادارو سره تفاهم لیکونه هم لاسلیک شوي دي.”

همداشان هغه وویل چې د چارو د ښه مدیریت لپاره یو پنځه کلن ستراتیژیک پلان او پروګرام د ۱۱ نوو کړنلارو سره او هم د ازموینو قانون بشپړ او ترتیب شوی او د عدلیې وزارت ته استول شوی دی.

د طالبانو د حکومت د کانکور د ازموینې ملي ادارې رئیس د ۱۴۰۳ کال د کانکور د داوطلبانو د شمیر په اړه معلومات ورنکړل، خو ویې ویل چې تیر کال یې د ۱۷۰ زرو کسانو څخه د ازموینو لپاره ۴۴ لوی او کوچنې ازموینې اخیستې وې چې په دغو ازموینو کې ۱۲۰ زره تنه بریالي شوي وو.

د طالبانو د حکومت د کانکور د ملي ادارې رئیس وویل چې دا ازموینې د بایومټریک سیستم له لارې نوم ثبتولو پواسطه په ښه توګه تطبیق شوي دي او هیڅوک په دې نه دي توانیدلي چې د اصلي داوطلب پر ځای په ازموینو کې برخه واخلي.

تیر ۱۴۰۲ لمریز کال کې ۸۴ زره او ۲۳۴ کسانو د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو ته د لارې موندلو لپاره د کانکور په ازموینو کې ګډون کړی وو، چې ددې ډلې ۴۴ زره او ۳۳۶ تنه بریالي شوي وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان کې ښایي بیا د کانکور ازموینه د نجونو د ګډون پرته واخیستل شي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*