افغانستان کې د یخنۍ له امله د خلکو د مړینې کچه لوړه شوې ده

په افغانستان کې د یخنۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۲۰ زیات شوی دی.

دا خبره له طبعي پېښو سره د مبارزې د ادارې ویاند شفیع الله رحیمي د جرمني ډي پي اې خبري آژانس ته کړې او ویلي یې دي چې، له څه باندې پنځوس کورونه بشپړ یا جزیي وران شوي او اویا زره څاروي هلاک شوي دي.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، د جنورۍ په میاشت کې د تودوخې تر ټولو ټیټه درجه د افغانستان په مرکزي ولایت غور کې ثبت شوې چې د سانتي ګراد په حساب منفي ۳۴ درجو ته رسېده.

په هیواد کې د یخنۍ دغې بېسارې څپې ډېرې تنفسي ناروغۍ په تېره په ماشومانو کې رامنځته کړي.

د ښاغلي رحیمي په وینا یوازې د بدخشان په پامیر سیمه کې ۲۱ کسان د تنفسي ناروغۍ له امله مړه شوي او داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې د یو شمېر کورنیو غړي د ګازو د لوګي د تنفس کولو له امله مړه کېږي.

د روغتیا وزارت ویلي، تېره اوونۍ ترپنځه زره پورې ماشومان روغتونونو کې بستر شوي دي.

د بدخشان واخان ولسوالۍ کې د یخنۍ له امله د خلکو د ناروغۍ د تشخیص او معالجې لپاره د صحت وزارت معالجوي ټیم او لوازم د تاجکستان له لارې هغې سیمې ته ورسید. تیم طبی وزارت صحت عامه بخاطر تشخیص و معالجه مریضانی که در ولسوالی واخان بدخشان از اثر سردی شدید هوا مریض شده اند رسیده است.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان کې د یخنۍ له امله د خلکو د مړینې کچه لوړه شوې ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*