افغان نابینا لوبغاړي څلورو سيالو کې د سرو زرو مډالونه ګټلي

افغان نابینا لوبغاړي څلورو سيالو کې د سرو زرو مډالونه ګټلي
افغان نابینا لوبغاړي څلورو سيالو کې د سرو زرو مډالونه ګټلي

افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري په جرمني کې د ځغاستې په نړیوالو سیالیو کې څلور د سرو زرو مډالونه ګټلي دي. دغه افغان لوبغاړی به د روانۍ اونۍ د چهارشنبې په ورځ په جرمني کې د لامبو په یوه نړیواله سیالۍ کې هم برخه واخلي.

دا سیالۍ د جرمني د نورد راین ويستفالن ایالت په ډوسلدورف ښار کې جوړې شوي، چې د ۲۱ هېوادونو څخه شاوخوا ۵۰۰ نابینا او نیمه نابينا لوبغاړو پکې برخه اخیستې وه.

افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري، په دې سیالیو کې څلور لوبې ترسره کړې، چې په هره لوبه کې یې د لومړي مقام په ترلاسه کولو سره څلور د سرو زرو مډالونه وګټل. 

ولي محمد نوري دویچه ویله ته وویل، چې دا د چټکې منډې نړیوالې سیالې وې، چې د امریکا، کاناډا، استرالیا، جرمني او فرانسې په ګډون د ۲۱ هېوادونو لوبغاړو پکې برخه اخیستې وه: «یادې سیالۍ ۱۰۰ متره، ۲۰۰ متره څلور سوه متره او یو نیم کیلو متره یادیږي. دا چټکه منډه ده، چې سپرېنګ ورته ویل کیږي.»

دغه لوبغاړی وایي، د خوښۍ احساس کوي، چې د یوه نابینا افغان لوبغاړي په توګه یې په دې سیالیو کې اول مقام ګټلی.

نوري زیاته کړه: «سیالي ډېره سخته وه، خو د الله په فضل او د افغانانو د دعا په برکات زه وتوانیدم، چې په څلور واړو سیالیو کې مې لومړی مقام خپل کړ او څلور د سرو زرو مډالونه مې وګټل.»

ولي محمد نوري وایي، چې د روانۍ اونۍ د چهارشنبې په ورځ په جرمني کې د لامبو په یوه نړیواله سیالۍ کې به هم برخه واخلي.

دغه افغان نابینا لوبغاړي ترې دې وړاندې هم ځو ځلې د ځغاستې او لامبو وهلو په نړیوالو سیالیو کې لومړي مقامونه ګټلې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغان نابینا لوبغاړي څلورو سيالو کې د سرو زرو مډالونه ګټلي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*