افغان وګړی نور محمد مراد د امریکا کرکت بورد اجرائیه رییس شو

د امریکا کرکت بورد د شنبې پر ورځ ( د چنګاښ ۳۱ ) په ډاګه کړه، چې د افغانستان کرکت بورد پخوانی اجرائیه رییس نور محمد مراد د امریکا کرکت بورد د اجرائیه رییس په توګه ټاکل شوی دی.

د امریکا کرکت بورد په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې؛ نورمحمد مراد له هغو یو شمېر وړتیا لرونکیو نوماندانو څخه غوره شوی، چې شپږ هغو یې په دې اړه مرکې کړې دي.

په دې اعلامیه کې راغلي، چې نورمحمد مراد له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۴ ز. کلونو پورې د افغانستان د کرکت بورد د اجرائیه رییس په توګه دنده ترسره کړې او د هېوادني کرکت د ډګر له ټيټې کچې څخه په ۲۰۱۵ کال کې ځان د کرکت نړیوال جام ته ورساوه.

افغان لوبډلې په کرکت بورد کې د نوموړي د دندې پر مهال د کرکت نړیوالې شورا او لاریوس بنسټ څخه معتبرې جایزې ترلاسه کړې دي.

نوموړي په کابل طبي پوهنتون کې طبي زده‌کړې کړي او د ملګرو ملتونو د وګړیو صندوق لپاره یې هم کار کړی دی.

د امریکا کرکت بورد ویلي، چې نور محمد مراد به د کاري ویزې له ترلاسه کولو وروسته د دغه بورد د اجرائیه رییس په توګه خپله دنده پیل کړي.

دغه راز د امریکا کرکت بورد د دې بورد د رییس په توګه د وینو پسیک له ټاکل کېدو هم خبر ورکړی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغان وګړی نور محمد مراد د امریکا کرکت بورد اجرائیه رییس شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*