“افغانستان د اقلیمي بدلون له ګواښ سره مخ هېواد دی”

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې څلورم ځای لري چې د اقلیمي بدلون له ګواښ سره مخ دي.

دې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې د نړۍ لس هېوادونه د اقلیمي بدلون له امله، وچکالي، ناڅاپي اورښتونه او مرګونه سیلابونه تجربه کوي او افغانستان په دغو لسو هېوادونو کې دی. 

اوچا په خپل تازه راپور کې دا هم ویلي، چې د افغانسان ۶۰ سلنه خلک خپلې ورځنۍ اړتیاوې له کرنې پوره کوي. 

د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا چې اقلیمي بدلون د وچکالۍ، ناڅاپي اورښتونو او مرګونو سیلابونو لامل شوی او د افغانستان خلک یې د خوړو له ناخوندیتوب سره مخ کړي دي.  

اوچا لیکلي چې د اقلیمي بدلون له امله په ځپل‌شویو هېوادونو کې خواځواکي او ګڼ‌شمېر ناروغۍ خپرې شوې چې په ځانکړي ډول هر ورځ د ماشومانو ژوند ګواښي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر دغه راپور وروسته له هغې خپور کړی چې په وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې مرګونو سیلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.   

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې څلورم ځای لري چې د له ګواښ سره مخ دي.

دې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې د نړۍ لس هېوادونه د اقلیمي بدلون له امله، وچکالي، ناڅاپي اورښتونه او مرګونه سیلابونه تجربه کوي او افغانستان په دغو لسو هېوادونو کې دی. 

اوچا په خپل تازه راپور کې دا هم ویلي، چې د افغانسان ۶۰ سلنه خلک خپلې ورځنۍ اړتیاوې له کرنې پوره کوي. 

د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا چې اقلیمي بدلون د وچکالۍ، ناڅاپي اورښتونو او مرګونو سیلابونو لامل شوی او د افغانستان خلک یې د خوړو له ناخوندیتوب سره مخ کړي دي.  

اوچا لیکلي چې د اقلیمي بدلون له امله په ځپل‌شویو هېوادونو کې خواځواکي او ګڼ‌شمېر ناروغۍ خپرې شوې چې په ځانکړي ډول هر ورځ د ماشومانو ژوند ګواښي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر دغه راپور وروسته له هغې خپور کړی چې په وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې مرګونو سیلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.   

منبع

لومړی نظر وکړئ on "“افغانستان د اقلیمي بدلون له ګواښ سره مخ هېواد دی”"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*