محب‌الله طیب: افغانستان د اقلیمي بدلون له اړخه له جدي ګواښ سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د افغانستان استازي محب‌الله طیب ویلي، د اقلیمي بدلون له اړخه افغانستان له ډېر جدي او ویجاړونکي ګواښ سره مخ دی.

نوموړي چې په ژنېف کې د دې شورا په ۱۵مه غونډه کې خبرې کولې، ویلي، د اقلیم د بدلون له امله په افغانستان کې سلګونه زره افغانان له کډوالۍ سره مخ شوي.

په ژنېف کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د استازولۍ مستشار محب الله طیب ویلي: «افغانستان اوس هم د اقلیم د ویجاړونکي بدلون له سختو ګواښونو سره د مخ کېدونکو هېوادونو له ډلې دی. افغانستان هغه هېواد دی چې تل موسمي سیلابونه، ځمک‌ښویېدنې، زلزلې او نورې طبیعي پیښې تجربه کوي. سلګونه زره کسان له کډوالۍ سره مخ دي. دغه طبیعي پېښې او افتونه، په ځانګړې توګه د هېواد په شمال او شمال ختیځ کې د ګڼو ستونزو او ننګونو لامل شوې دي.»

له بل‌لوري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره «اوچا» بیا په خپل راپور کې وايي، له اقلیمي وړاندوینو داسې ښکاري چې د هوا تودخه، د ورښتونو کموالی او سیلابونه او همداراز توپانونه به په راتلونکي کې په افغانستان کې لا زیات شي.

د اوچا د راپور په یوې برخه کې راغلي: «په‌دې هېواد کې طبیعي افتونو او اقلیمي بدلون، خلک اغېزمن کړي دي. افغانستان د اقلیم د بدلون له امله سخت زیانمنېدونکی دی او د نوتردام د نړۍوال توافق د شاخصونو په کتار کې اتم زیانمنېدونکی هېواد دی.»

د چاپېریال ساتنې کارپوه کاظم همایون په‌دې اړه وايي: «د اوبو کموالی او غیر موسمي بارانونه کولای شي، د افغانستان پر وګړو او کروندګرو ناوړه اغېز وکړي، دوی نه‌شي کولای خپل معیشت تامین کړي او اړ دي چې نورو ښارونو ته کډوال شي.»

له دې سره سم، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت بیا ټینګار کوي چې تېر کال د افغانستان په شمالي سیمو کې وچکالي وه او د هېواد په شمالي ولایتونو کې له همدې امله د کرنیزو محصولاتو کچه ډېره راټیټه شوې ده.

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وايي: «سږ کال چې په کومو ولایتونو کې وچ‌کالي ده، په شمالي ولایتونو کې کرنه زیانمنه شوې ده او کرنې ته زیانونه اوښتي دي، خو په کومو ولایتونو کې چې بارانونه شوي، د تېر کال پرتله یې کرنه ښه ده.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر همدا راز زیاته کړې چې په ۲۰۲۲ کال کې د طبیعي پېښو لکه د سیلابونو او زلزلو، کچه د نورو کلونو پر تله لوړه وه او وړاندېنه کېږي چې دغه ډول طبیعي پېښې به په راتلونکې کې په افغانستان کې پر یوه ناورین بدلې شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "محب‌الله طیب: افغانستان د اقلیمي بدلون له اړخه له جدي ګواښ سره مخ دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*