امریکايي چارواکي: ا.ا. له بند څخه د دریو امریکايانو خوشې کولو لپاره جدي هڅې کوو

Loading

افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ په افغانستان کې د ا.ا. په بند کې د امریکايي وګړو د دوو کلنو د تیریدو سره هممهاله ویلي چې خپلې ټولې هڅې کوي چې رایان کوربت، محمود حبیبي او جورج ګلزمن د ا.ا. له بند خلاص او خپلو کورنیو ته ستانه کړي.

توماس ویسټ د شنبې د ورځې ناوخته اګست لسم (زمري ۲۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په افغانستان کې د ا.ا. په بند کې ددغو دریو امریکايي بندیانو په اړه د یرغمل نیونې په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ځانګړي استازي روجر کارسټینز د یو ټویټ په غبرګون کې ویلي چې باید خپلې ټولې هڅې خپلو کورنیو ته ددغو بندیانو د ستنولو لپاره ترسره کړي.

هغه ویلي: “نن ورځ زما فکر او دعاګانې رایان کوربت، محمود حبیبي او د هغوی کورنیو سره دي. مونږ غواړو او باید چې خپلو ټولو هڅو ته دوام ورکړو ترڅو هغوی او جورج ګلزمن خپلو کورونو او د هغوی کورنیو ته ستانه کړو”.

د یرغمل نیونې په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ځانګړي استازي روجر کارسټینز د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددغو دریو امریکايي وګړو په اړه لیکلي: ” دوه کاله دمخه ریان ګوربت او محمود حبیبي په افغانستان کې بندیان شوي دي. ریان، محمود او جورج ګلزمن د ډیرې اوږدې مودې لپاره په بند کې پاتې شوي او د هغوی کورنیو داسې کړاونه ګاللي چې تصور یې نشي کیدلی. مونږ به خپلو کورنیو سره د هغوی د یو ځای کیدو لپاره خپلو هر ډول هڅو ته دوام ورکړو”.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر د جمعې په ورځ اګست نهم (زمري ۱۹) ویلي و چې د شنبې په ورځ د ا.ا. په بند کې د رایان کوربت او محمود حبیبي د بند د تیریدو دوه کاله پوره کیږي.

هغه واشنګټن ډي سي کې خبریالانو ته وویل: “دا دوه کاله کیږي چې هغوی د خپلو کورنیو څخه جلا شوي دي. مونږ په افغانستان کې د محمود، راین او جورج ګلزمن امریکایانو په غیرعالانه ډول د توقیف او هوښاینې په اړه په ژور ډول اندیښمن یو – او مونږ د ا.ا. سره په هره بوختیا کې د هغوی د توفیف مسله راپورته کړې ده”.

میلر وویل چې ددغو امریکايي بندیانو خوشې کیدل او خپلو کورنیو ته د هغوی ستنول د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

د ا.ا. حکومت تراوسه د دغو امریکايي بندیانو په اړه د امریکايي چارواکو دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی. خو د ا.ا. د حکومت ویاند چې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان په تړاو د دوحې ۳ غونډه کې ددغه حکومت په استازیتوب ګډون کړی وو د تیرې جولاۍ میاشتې په درېیم د دوحې څخه د ستنیدلو وروسته کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دوو امریکايي چارواکو سره یې د امریکايي بندیانو د خوشې کیدو په شرایطو خبرې کړي دي.

هغه وویل: “د افغانستان شرایط باید ومنل شي چې په هغه شرط باندې مونږ هم اتباع لرو چې په امریکا کې بندیان دي په ګوانتانامو کې بندیان دي د هغو پر وړاندې باید مونږ خپل اتباع راخلاص کړای شو څرنګه چې امریکايي اتباع هغوی ته مهم دي مونږ ته افغانان مهم دي په دې اړه مو هغوی سره بحثونه کړي دي”.

ذبیح الله مجاهد وویل چې په دې مسله دمخه هم امریکايي چارواکو سره خبرې شوې وې او په راتلوونکې کې به دا خبرې دوام ومومي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امریکايي چارواکي: ا.ا. له بند څخه د دریو امریکايانو خوشې کولو لپاره جدي هڅې کوو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*