توماس ویسټ: هیڅ هیواد له افغانستان څخه د تروریزم د ګواښ سرپورته کولو لیدل نه غواړي

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ د قطر پایتخت دوحه کې د افغانستان په تړاو په جوړه شوې غونډه کې د ګډون وروسته ویلي چې ددې غونډې ټولو ګډونوالو غوښتل چې دا وګوري چې افغان میرمنې او نجونې زده کړو، کار او ټولنه کې عام ژوند ته بیرته ستنې شي.

د قطر په پایتخت دوحه کې د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په کوربتوب افغانستان لپاره د شاوخوا ۲۵ هیوادونو ځانګړو استازو په دوه ورځینۍ غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ د جمعې د ورځې سهار وختي فبرورۍ ۲۳ (کب څلورم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په څو پرله پسې پیغامونو کې لیکلي چې په دوحه کې یې د افغانستان او له دغه هیواد څخه بهر میشتو افغانانو د مدني ټولنې له استازو سره یې ددغه هیواد اقتصادي اړتیاو، بشري حقونو ته د درناوې په اهمیت او د طالبانو په ګډون د افغانانو سره د دغسې بوختیاو په دوام خبرې کړي دي.

ښاغلي ویسټ د دوحې د غوندې د ګډونوالو د نظریاتو په اړه لیکلي: “ټولو غوښتل چې دا وګوري چې ښځې او نجونې ثانوي دورې ښوونځیو، پوهنتونونو، کار او عام ژوند ته ستنې شي، د اقتصاد په اړه افغانانو سره څرګندې ژمنې واوریدلې، تیر کال له ۲۶ میلیونو څخه زیاتو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې فوق العاده هڅو ته مو بیا کتنه وکړه”.

همداشان افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي د مرستو د پایښت په اړه ویلي چې په دې برخه کې اندیښنه شته دی او اړتیا ده چې یو داسې کړنلارې ته انکشاف ورکړل شي چې افغانان د خپل راتلوونکی اقتصاد مالکیت ولري.

ښاغلي ویسټ ویلي: “ډیرو هیوادونو د طالبانو له خوا د کوکنار په کر باندې بندیز چې د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه یي توکو سره د مبارزې ادارې د ارزونو له مخې له امله یې د کوکنارو کر کې ۹۵ فیصده کموالی راغلی تائید کړ. مونږ بزګرانو سره د بدلیل معیشت د کرکیلې د برابرولو لپاره نړیوال ملاتړ برابرولو ته بیا کتنه وکړه، د نشه یي توکو متعادینو د درملنې په برخه کې لا همغږۍ ته اړتیا ده”.

توماس ویسټ د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې د نورو اقداماتو په اړه ویلي چې د امریکا متحده ایالات په دوحه کې د ملګرو ملتونو په بلنه د جوړې شوې غونډې په څیر ددغسې نورو غونډو د جوړیدو د هرکلي ترڅنګ په نړیوال سیستم کې د افغانستان د ادغام لپاره د ملګرو ملتونو په مشرۍ د بهیر په ترڅ کې د لارې د نقشې د ترتیبولو غوښتنه هم کړې ده.

ښاغلي ویسټ ویلي: “د افغانانو خیرښیګڼه او د نړیوالې ټولنې ګډې ګټې باید ددغه کار لارښود اوسي”.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي‌ انتوني ګوتېرش په قطر کې د افغانستان په اړه د غونډې په وروستۍ ورځ وویل چې د یو ځانګړي استازي د ګمارلو په اړه سلا مشورې پیلوي چې د طالبانو حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ چارې تنظیمې کړي.

نوموړي د فبرورۍ ۱۹ (سلواغې۳۰) وویل چې طالبانو ته یې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه، خو هغوی یې بلنه ونه منله. ښاغلي ګوتېرش هیله وښوده چې د طالبانو استازي به په اینده کې په دا ډول نورو غونډو کې ګډون وکړي.

طالبانو په دغې غونډې کې د ګډون لپاره یو لړ شرایط ټاکلي‌ وو چې د ښاغلي ګوتېرش په وینا ملګرو ملتونو ته د منلو نه وو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دوحې دا غونډه ‘ ډیره مثمره’ وبلله او ددې غونډې د جوړیدو د هدف په اړه یې وویل، “د یو سوله ایز افغانستان غوښتونکي یو، داسې افغانستان چې هم له ځان او له خپلو ګاونډيانو سره په سوله کې وي او د یو ملي حاکمیت لرونکي هېواد په توګه د خپلو نړیوالو ژمنو عملي کولو توان ولري”.

د افغانستان د مدني ټولنې د بنسټونو او ښځو د حقونو یو شمیر فعالانو هم په دې غونډه کې ګډون کړی وو.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړ،‌ خو د سختو کړنلارو او د حکومت جوړښت ته یې په کتو لا کوم هېواد په رسمیت پېژندلي نه دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "توماس ویسټ: هیڅ هیواد له افغانستان څخه د تروریزم د ګواښ سرپورته کولو لیدل نه غواړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*