د اسلامي همکاریو سازمان نوبتي غونډه کې له افغانستان سره پر بشري مرستو او ښکېلتیا ټينګار شوی

د اسلامي همکاریو سازمان ۱۵مه سرمشریزه نن یکشنبه (مې پنځمه) د فلسطین او اسلامي نړۍ د ځينو نورو هېوادونو د بد وضعیت په اړه له هر اړخیزو خبرو اترو وروسته پای ته رسیدلې.

دا ناسته پرون او نن (د مې څلورمه او پنځمه) د لوېدیځې افریقا د ګامبیا په مرکز بانجول کې جوړه شوې وه چې د اسلامي نړۍ ځينو مشرانو، بهرنیو چارو وزیرانو او ډېپلوماټانو ګډون کړی و.

له افغانستان څخه په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د نړیوالو سازمانونو د برخې مشر عبدالقهار بلخي ګډون کړی دی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، استازی یې د اسلامي همکارۍ سازمان په رسمي بلنه دغې غونډې ته ورغلی دی، خو د بي‌بي‌سي دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې لکه د نورو هېوادونو خپله د دوی د بهرنیو چارو وزیر (امیر خان متقي) دغه سرمشریزه کې ګډون نه دی کړی څه نه وايي.

په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلی بلخي به په سرمشریزه کې پر ګډون سربېره د اسلامي همکارۍ سازمان له ځينو استازو سره دوه اړخیزې او څو اړخیزې جلا خبرې هم ولري.

د یاد سازمان سرمنشي غونډې ته د وینا پر مهال له افغانستان سره پر ښکلتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې له دغه هېواد سره د بشري مرستو تر څنګ د حقیقي کسانو سره د اړیکو له لارې غواړي په تعامل کې ووسي.

نوموړي له غړو هېوادونو هم وغوښتل چې د اسلامي هېوادونو سازمان لخوا د افغانستان لپاره د بشري مرستو لپاره ځانګړي جوړ شوې صندوق سره صادقانه همکاري وکړي.

بلخي
د عکس تشریح،له افغانستان څخه د اسلامي همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د نړیوالو سازمانونو د برخې مشر عبدالقهار بلخي ګډون کړی

طالبان تل په نړیوالو او سیمه ییزو ناستو کې پر خپل ګډون ټينګار کوي، خو د نه رسمیت پېژندل کېدو له کبله ډېر کله له پامه غورځول کېږي او یا یې په ټيټه کچه استازي پکې ګډون کوي.

په دې ناسته کې د ایران، پاکستان، سعودي عرب او ځینو نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او ځينو نورو ډیپلوماټانو ګډون کړی و.

سږ کال یاده سرمشریزه (د خبرو له لارې د پایداره پراختیا لپاره د یو موټي کېدو تر شعار لاندې جوړه شوې وه.)

دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې په فلسطین کې د اسرائیلو په لاس ویجاړۍ او وژنې ریکارډ کچې ته رسېدلې او اوس قاهره کې د امریکايي، مصري او قطري چارواکو په منځګړتوب د اوربند خبرې روانې دي.

سږ کال د دغې ناستې مشري د کوربه هېواد (ګامبیا) ولسمشر اداما بارو کوله، هغه ټینګار وکړ چې د غونډې اصلي سکالو (موضوع) به د مسله وي.

د اسلامي همکارۍ سازمان غړو هېوادونو د اسرائیلو د تېري غندنې تر څنګ په یوه بل غږ کړی چې د فلسطین د خپلواکۍ پېژندلو او په ملګرو ملتونو کې د خپلواکه فلسطین په اړه غږ بدرګه کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د اسلامي همکاریو سازمان نوبتي غونډه کې له افغانستان سره پر بشري مرستو او ښکېلتیا ټينګار شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*