تېرو پنځو کلونو کې څه‌باندې پنځه زره ښوونځي او مدرسې جوړې او بیارغول شوې

💬0

تېرو پنځو کلونو کې څه‌باندې پنځه زره ښوونځي او مدرسې جوړې او بیارغول شوې

د پوهنې وزارت وايي، په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد زرګونه ښوونځي او مدرسې د جوړولو او بیارغونې په پروګرامونو کې شامل شوي دي.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، په دې موده کې د څه باندې یو زر او ۳۰۰ ښوونځیو او مدرسو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې او تر څلور زره ډېر ښوونځي او مدرسې بیارغول شوي دي.

د پوهنې وزارت ویاند ذبیح‌الله همت وايي: «له دې ډلې یوازې د ۱۴۰۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۴۲ ښوونځیو او مدرسو د ودانیو د بنسټ ډبرې اېښودل شوې دي.»

په هغو ښوونځیو کې چې نوې ودانۍ ورته جوړې شوې یا یې پخوانۍ ودانۍ بیارغول شوې دي، زده‌کوونکي د ښوونیز چاپېریال له ښه کېدو خوښ دي.

زده‌کوونکی منصور وايي: «موږ خوشحاله یو چې د پوهنې وزارت موږ ته نوی ښوونځی جوړ کړ او اوس په ارامه فضا کې زده‌کړې کوو.»

یو بل زده‌کوونکی محمد وايي: «د دې ښوونځي په جوړېدو سره اوس په منظم ډول درس وایو. زموږ پخوانی ښوونځی د زلزلو له امله ویجاړ شوی و.»

خو د مناسبو ښوونیزو ودانیو اهمیت یوازې د زده‌کوونکو تر هوساینې محدود نه دی.

ښوونکي وايي، معیاري او خوندي ټولګي د منظم تدریس زمینه برابروي او د زده‌کوونکو پر تمرکز او زده‌کړې هم مثبت اغېز کوي.

ښوونکی محمدیاسین وايي: «پخوا د ښوونځي ودانۍ د زلزلو له امله ویجاړه شوې وه، خو اوس چې معیاري ودانۍ جوړه شوې، زده‌کوونکي کولای شي په خوندي او غوره چاپېریال کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.»

له دې سره سره، لا هم په ټولو سیمو کې مناسب ښوونیز چاپېریال نه دی برابر شوی. یو شمېر ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري او د ځینو زده‌کوونکي په خېمو او موقتي ځایونو کې زده‌کړې کوي.

د پوهنې وزارت وايي، د دغو ښوونځیو د ودانیو جوړول هم په تدریجي ډول تعقیبوي، څو د هغو زده‌کوونکو شمېر راکم شي چې لا هم په موقتي ځایونو کې زده‌کړې کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "تېرو پنځو کلونو کې څه‌باندې پنځه زره ښوونځي او مدرسې جوړې او بیارغول شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*