ټاکل شوې نږدې ۵۰۰ افغانان له جرمني وویستل شي

💬0

ټاکل شوې نږدې ۵۰۰ افغانان له جرمني وویستل شي

جرمني رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد ۴۸۸ افغانان افغانستان ته د ویستلو لپاره پېژندلي دي.

د راپورونو له مخې، له دې ډلې ۲۶۷ کسان چې د ټولو شاوخوا ۵۵ سلنه جوړوي، هېڅ جرمي محکومیت نه لري او افغانستان ته د هغوی د ستنولو لامل هم نه دی روښانه شوی.

په راپور کې راغلي: «د جرمني ایالتونو په څه باندې لسو اوونیو کې شاوخوا ۴۸۸ افغانان فدرالي پولیسو ته ورپېژندلي، چې غواړي خپلو هېوادونو ته یې واستوي. دا موضوع د جرمني حکومت له لوري د چپ ګوند د استازې کلارا بونګر پوښتنې ته په ځواب کې مطرح شوې ده. له دې ډلې ۲۶۷ کسان هېڅ جرمي محکومیت نه لري، چې د ټولو ۴۸۸ کسانو شاوخوا ۵۵ سلنه جوړوي.»

هم‌مهاله، د جرمني په مونیخ ښار کې د ۱۷ اروپايي هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو او د کډوالۍ په چارو کې د اروپايي ټولنې د کمېشنر غونډه شوې ده. په دې غونډه کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو پولو پر لا سخت کنټرول، له ناقانونه کډوالۍ سره پر مبارزې او د کډوالو د ستنولو د بهیر پر چټکتیا بحث شوی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت، چې د غونډې کوربه و، ویلي ګډونوال هېوادونه په دې برخه کې همغږي لري او موضوع یې د مونیخ د غونډې په چوکاټ کې څېړلې ده.

دوبرینت وویل: «هغه کسان چې په ناقانونه توګه د اروپا او اروپايي ټولنې پر لور حرکت کوي، باید هماغلته وپېژندل او ودرول شي، بېرته ستنېدو ته وهڅول شي او ان د هغوی د ستنولو بهیر هم له هماغه ځایه تنظیم شي.»

له اروپايي هېوادونو د افغانانو د ایستلو موضوع د ۲۰۲۴ کال له وروستیو راهیسې، په ځانګړې توګه د ۲۰۲۴ کال په اګست کې له جرمني څخه د افغانانو د ایستلو له لومړۍ الوتنې وروسته، ډېره مطرح شوې ده.

تر اوسه جرمني او په محدودو مواردو کې اتریش او یو شمېر نورو هېوادونو تر ۲۶۰ ډېر افغانان، چې دغو هېوادونو مجرم بللي، افغانستان ته استولي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ټاکل شوې نږدې ۵۰۰ افغانان له جرمني وویستل شي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*