
کرنې وزارت: افغانستان کې دوه میلیونه هکټاره ځمکه پر ځنګلونو پوښلې ده
د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې اوس مهال په ټول هېواد کې شاوخوا دوه میلیونه هکټاره ځمکه ځنګلونو پوښلې ده، چې د افغانستان د ټولې خاورې له ۲.۸ سلنې څخه زیاته برخه جوړوي.
د دغه وزارت په وینا، په تېرو پنځو کلونو کې د ځنګلي سیمو د پراختیا او د چاپېریال ساتنې په موخه شاوخوا ۱۰۰ میلیونه نیالګي او قلمې کرل شوې دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند شیرمحمد حاتمي وایي: «سږ کال هم د تېرو کلونو په دوام، د نیالګیو اېښودلو د ملي کمپاین له لارې په هېواد کې شاوخوا ۱۶ میلیونه نیالګي کرل شوي، چې لویه برخه یې په ځنګلي سیمو کې ده.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت زیاتوي، چې د ځنګلونو د ساتنې او د ونو د خپلسرې پرېکولو د مخنیوي لپاره یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د عامه پوهاوي پراخ پروګرامونه پیل کړي دي.
دغه وزارت همداراز وایي، چې د ځنګلونو د ساتنې او څارنې لپاره د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د «شنې قطعې» په نوم ځانګړې قطعه هم فعالیت کوي، چې په ځنګل لرونکو ولایتونو کې د ځنګلونو د ساتنې دنده پر غاړه لري.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند شیرمحمد حاتمي زیاتوي: «د ځنګلونو د ساتنې لپاره د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې شنه قطعه جوړه شوې ده، چې په ځنګل لرونکو ولایتونو کې د ځنګلونو د ساتنې او څارنې دنده لري. د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ژمن دی، چې د خلکو په همکارۍ د نیالګیو کرلو، د ځنګلي سیمو د پراختیا او د هېواد د ځنګلونو د بیارغونې او ساتنې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.»
د چاپېریال ساتنې کارپوه سیدمحمد سلیمانخېل په دې اړه وایي: «دا چې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې لپاره ځانګړې قطعه جوړه شوې او فعالیت کوي، یو ښه اقدام دی؛ خو ترڅنګ یې هغه څه چې ډېر اغېزمن دي، عامه پوهاوی او د ځنګلونو د ساتنې د فرهنګ دودول دي. باید د هېواد د ځنګلونو د ساتنې لپاره ګډه اراده رامنځته شي.»
«شنه قطعه» د ۱۴۰۰ لمریز کال په مني کې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د ځنګلونو د پرېکولو د مخنیوي په موخه جوړه شوه.
له دې سره سره، د هېواد د ځنګلونو ساتنه د امنیتي اقداماتو ترڅنګ، دوامدارې څارنې او د خلکو همکارۍ ته هم اړتیا لري.
لومړی نظر وکړئ on "کرنې وزارت: افغانستان کې دوه میلیونه هکټاره ځمکه پر ځنګلونو پوښلې ده"