
محمد نبي مزارشریف ښار کې پر یوه استوګنیز او سوداګریز مرکز پانګونه کوي
د کرېکټ ملي لوبغاړی محمد نبي عیسیخېل په مزارشریف کې د یوه استوګنیز او سوداګریز مرکز د جوړولو په برخه کې لس میلیونه ډالره پانګونه کوي.
دغه پروژه پر درې زره متره مربع ځمکه په ۱۵ پوړونو کې جوړېږي.
محمد نبي د دغې پروژې د جوړولو د چارو د پیل په مراسمو کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د دوام او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د اقتصادي پروژو د پراختیا په اړه د خپلو پلانونو یادونه وکړه.
محمد نبي عیسیخېل زیاته کړه: «دا پروژه به یوازې په مزارشریف کې نه وي، زموږ هڅه به دا وي چې په نورو ولایتونو کې هم ورته پراختیايي فعالیتونه ترسره کړو.»
په ورته مهال، د خصوصي سکټور مسوولینو هم په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د روغتیا او درملنې په برخه کې د پانګونې پر پراختیا ټینګار وکړ.
هغوی د معیاري روغتونونو جوړول او په دې برخه کې د پانګونې لپاره د مناسبو شرایطو برابرول مهم وبلل او د حکومت د لا زیاتو همکاریو غوښتنه یې وکړه.
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، محمد ابراهیم غضنفر وویل: «په افغانستان کې د کورونو اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره لا زیاتو پانګونو، نوښتونو او د خصوصي سکټور او مسوولو ادارو ترمنځ پراخو همکاریو ته اړتیا لرو.»
د ودانیز شرکت مسوول، غلاممحمد حقدوست وویل: «موږ باید په بېلابېلو برخو، لکه علمي، فرهنګي، ټولنیزو او روغتیايي برخو کې د شته ستونزو د حل لپاره په راتلونکي کې لاسونه سره ورکړو او د سوداګرو په همکارۍ په بلخ کې یو معیاري او مجهز روغتون جوړ کړو.»
بل لور ته، د بلخ امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر د پانګونو د امنیت ټینګښت او له پانګوالو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ او له سوداګرو یې وغوښتل چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
د بلخ امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر، احمدضیا خالد وویل: «په بلخ کې ټولو پانګوالو او عامو خلکو ته سل په سلو کې ډاډ ورکوو چې موږ ستاسو د امنیت لپاره شپه او ورځ ولاړ یو او ستاسو هر ډول ستونزې به حل کړو.»
محمد نبي د جمعې په ورځ د څو ورځني سفر په ترڅ کې مزارشریف ښار ته راغلی و.
نوموړي د شنبې په ورځ له قوشتیپې کانال څخه د لیدنې ترڅنګ، په یوه استوګنیز ښارګوټي کې سړک او د اوبو رسولو شبکه هم پرانیسته.
لومړی نظر وکړئ on "محمد نبي مزارشریف ښار کې پر یوه استوګنیز او سوداګریز مرکز پانګونه کوي"