
جلالاباد ښار کې د ټرافیکي ګڼېګوڼې د مخنیوي لپاره اداري کمپلکس جوړیږي
جلالاباد ښار کې د ګڼېګوڼې کمولو په موخه د اداري کمپلکس او د ښاري ټرانسپورټي اډو لپاره د ترمینلونو جوړولو طرحه تصویب شوې ده.
سیمهییز مسوولین وایي، دغه اداري کمپلکس به د جلالاباد ښار په اډې فارم سیمه کې جوړ او ټولې دولتي ادارې به ور ولېږدول شي.
د ننګرهار د والي ویاند، احسانالله عثماني وویل: «د دې پلان له مخې به د ننګرهار ټولې دولتي ادارې د جلالاباد له ښاره اداري کمپلکس ته ولېږدول شي، څو مراجعین وکولای شي خپلې اداري چارې په اسانۍ او لږ وخت کې ترسره کړي. په دویم اقدام کې به د ښار دننه ترمینلونه ولېږدول شي، چې اوس مهال په نامناسبو ځایونو کې موقعیت لري. د دې لپاره به د ښار له مرکزه بهر ورته مناسب ځایونه جوړ شي، څو د ښار دننه د ټرافیکي ګڼېګوڼې کچه راټیټه او د ښاریانو د تګ راتګ ستونزې کمې شي.»
دا مهال په جلالاباد ښار کې شاوخوا ۱۲۰۰ لوی او واړه سوداګریز مارکېټونه او نږدې ۶۵ زره هټۍ فعالیت لري.
د ننګرهار د کسبګرو او هټۍوالو خونه وايي، د اداري کمپلکس جوړېدو ترڅنګ باید د ښار ښکلا او پراختیا ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.
د ننګرهار د کسبګرو او هټۍوالو خونې مرستیال، شاد نور مظلومیار په دې اړه وایي: «د ښار د پراختیا لپاره مو له اسلامي امارته غوښتنه دا ده چې سوداګرو او د مارکېټونو مالکانو ته لازم امکانات برابر کړي او د ښار په شاوخوا سیمو کې د نویو مارکېټونو جوړولو زمینه برابره کړي، څو سوداګري پیاوړې او اقتصادي وده پراخه شي.»
د جلالاباد اوسېدونکي هم وايي، د اداري کمپلکس په جوړېدو سره به دولتي ادارو ته د دوی پر وخت تګ راتګ، د ناروغانو لېږد او په ښار کې ګرځېدل اسانه شي او د ګڼېګوڼې ستونزه به تر یوه بریده کمه شي.
د جلالاباد ښار اوسېدونکي، سیدان شاه وویل: «د دولتي ادارو لپاره دې ځانګړی اداري کمپلکس جوړ شي، څو ټولې ادارې په یوه ځای کې متمرکزې شي او مراجعین وکولای شي خپلې چارې په اسانۍ او پر وخت ترسره کړي. اوس مهال ادارې په بېلابېلو ځایونو کې دي، چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو او د وخت له ضایع کېدو سره مخ دي.»
د جلالاباد بل اوسېدونکي، اسدالله وویل: «د دې کمپلکس په جوړېدو سره به په ښار کې ګڼهګوڼه هم راکمه شي، ناروغان به پر وخت روغتونونو ته ورسېږي او که د چا کار په کومه دولتي اداره کې بند پاتې وي، هغه به هم په خپل وخت ترسره شي، جلالاباد د کاروبار لپاره یو مهم او مناسب ښار دی.»
پر دې سربېره، د جلالاباد ښار د ښاري نظم او پراختیا لپاره د تفصیلي پلان د پلي کېدو چارې هم روانې دي.
د جلالاباد ښاروالۍ د معلوماتو پر بنسټ، دغه ښار د پخوانیو ښاري پلانونو پر بنسټ د شاوخوا ۴۰ زره وګړو لپاره په ۲۷ کیلومتره مربع مساحت کې طرحه شوی و، خو دا مهال په دغه ښار کې نږدې دوه میلیونه وګړي ژوند کوي.
لومړی نظر وکړئ on "جلالاباد ښار کې د ټرافیکي ګڼېګوڼې د مخنیوي لپاره اداري کمپلکس جوړیږي"