یمن کې د اوبو کمښت او د بې‌ځایه شویو ماشومانو د خوارځواکۍ زیاتوالی

💬0

یمن کې د اوبو کمښت او د بې‌ځایه شویو ماشومانو د خوارځواکۍ زیاتوالی

د یمن په تعز ولایت کې په یوه لنډمهالي کمپ کې بې‌ځایه شوې کورنۍ وايي، د جګړو دوام او د بې‌ځایه شویو د شمېر زیاتوالي د څښاک پاکو اوبو ته د دوی لاسرسی لا ستونزمن کړی دی.

د «المنیج» کمپ اوسېدونکي د څښاک اوبو د ترلاسه کولو لپاره اړ دي چې نږدې یو کیلومتر پلی مزل وکړي، څو د اوبو یوې څاه ته ورسېږي.

یمنۍ بې‌ځایه شوې عایشه احمد وايي: «موږ د جګړې له امله بې‌ځایه شوي یو. په کمپ کې د خلکو د شمېر په زیاتېدو سره اوبو ته زموږ اړتیا هم زیاته شوې ده. موږ اوبو او نورو ټولو لومړنیو اړتیاوو ته اړتیا لرو، خو هېڅ نه لرو. د دې جګړې له امله مو ډېر کړاو لیدلی او اوس د اوبو له کمښت سره هم مخ یو. په کمپ کې شته اوبه بسنه نه کوي.»

یو شمېر بشري مرستندویه بنسټونو هم له بې‌ځایه شویو سره د مرستې لپاره په دغه کمپ کې د اوبو ټانکرونه برابر کړي، خو کورنۍ وايي، شته اوبه د ټولو اوسېدونکو اړتیاوې نه شي پوره کولای.

یو بل یمنی بې‌ځایه شوی، مهیوب عبدالحمید وايي: «هغه بې‌ځایه شوي چې له وروستیو بریدونو وروسته دلته راغلي، اوبو ته اړتیا لري. هغوی د ۵۰، ۲۰ او تر دې د ډېرو کسانو په ډلو کې دلته راغلي دي. نه پوهېږم څه ووایم؛ هغوی اوبو ته جدي اړتیا لري.»

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په یمن کې د ماشومانو ترمنځ د حادې خوارځواکۍ د زیاتېدو خبر ورکړی دی.

یونیسف ویلي، په وروستیو اوونیو کې له نږدې ۲ زره او ۹۰۰ ماشومانو څخه چې د لاسرسي وړ سیمو کې معاینه شوي، تر څلورمې برخې ډېر یې په حادې خوارځواکۍ اخته وو او نږدې ۲۰۰ ماشومان د خوارځواکۍ له تر ټولو سخت ډول سره مخ وو.

په یمن کې د یونیسف استازی آخیل آیر وايي: «موږ د ماشومانو ترمنځ د حادې خوارځواکۍ د زیاتوالي شاهدان یو، چې د شدیدې حادې خوارځواکۍ په ګډون یې تر ټولو سخت ډولونه هم پکې شامل دي. هره ورځ په هغو ګرځنده روغتیايي او تغذیوي کلینیکونو کې چې موږ جوړ کړي، نورې پېښې ثبتوو.»

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په یمن کې وروستیو جګړو نږدې ۷۰۰ کسان وژلي او زرګونه نور یې ټپیان کړي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د دغو جګړو له امله نږدې ۱۳۰ زره کسان هم د یمن دننه بې‌ځایه شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "یمن کې د اوبو کمښت او د بې‌ځایه شویو ماشومانو د خوارځواکۍ زیاتوالی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*