پیښور کې میشت افغان هنرمندان له اقتصادي ستونزو سرټکوي

په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هېواد لوی شمېر فرهنګیانو او هنرمندانو د پاکستان په ګډون د نړۍ نورو هېوادونو ته پناه یووړه ځکه چې د نوي رژیم له راتلو سره سم په هنري فعالیتونو او د نجونو د لوړو زده کړو په ګډون په یو شمیر ټولنیزو چارو بمندیزونه ولګول شول.

پېښور ته کډه شوي افغان هنرمندان وايي د کړاونو ډک ژوند تېروي، د دوی په وینا بې له هنره یې بل کار نه دی زده، په افغانستان کې پر سندرو بندیز او د کمپويټري موسیقۍ کارونه په ټپه دریدلي دي.

سندرغاړې عدنان ساپی چې له کونړه پېښور ته کډه شوی دی، له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، سندرغاړي د خپل هنر پرته بل کار نه شي کولی، ځکه چې دوی ټول عمر همدې مسلک ته ورکړی وي، خو زیاتوي چې اوس نه یوازې دی بلکې ډېر نور افغان هنرمندان له اقتصادي‌ مشکلاتو سره مخامخ دي.

ښاغلی ساپی زیاتوي د موسیقۍ مرکزونو ته د پولیس له ویرې نشي ورتللی، ځکه چې ویزې یې ختمې دي او یوازې د یو اېن اېچ سي ار یوه پېژندپاڼه لري.

په پېښور کې د افغانستان د تلویزیون هنرمنده او سندرغاړې شکیبه افغان هم له ورته حالاتو سره مخ ده، له امریکا غږ سره په خبرو کې هغې وویل،”موږ ته تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې کله موږ خپل اولادونه په مکتب کې داخل کړل نو لا دوې میاشتې نه وي شوي چې د پاکستان دولت د افغان کډوالو د اېستلو اعلان وکړ نو بیا زموږ د اولادونو زړه هم په ښوونځیو کې نه لګي. “

شکیبه افغان زیاتوي چې په پېښور کې هنري کارونه د نشت برابر دي، د پښتو ډرامې نه جوړېږي خلک هنر مندان خپلو خوشالیو ته نه وربولي او په افغانستان کې یې ژوند هم ګران دی، هلته هم نه شی تلی، ځکه چې هلته یې د طالبانو حکومت هنري کارونو ته نه پرېږدي.

هغه وايي،”زموږ تر ټولو لویه ستونزه د معاش ده نو دا وخت زموږ د هنرمندانو ژوند له کړاوونو ډک دی. داسې ښکاري چې د پښتو فن او هنر ته د پای ټکې کېښودل شوی دی تاسو که وګورئ نو په نوره نړۍ کې فن او هنر ورځ تر بلې پرمختګ کوي خو په دې منطقه کې فن او هنر ورځ تر بلې په ښکته روان دی نو هنرمندان به چېرته ځي او څه به کوي. “

په ۲۰۲۱ کال د اګست پر پینځلسمه نېټه په افغانستان کې طالبانو په زوره واک ترلاسه کړو او د موسیقۍ په ګډون یې په یوشمېر نورو فرهنګي پروګرامونو او د نجونو په زده کړو او د ښځو پر کارونو بندېزونه ولګول.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پیښور کې میشت افغان هنرمندان له اقتصادي ستونزو سرټکوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*