ملګري ملتونه: ممکن اړمنو افغانانو سره د ځینو توکو مرستې د جون ترمیاشتې بندې شي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر” اوچا” د روان ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې پورې مرستو ته اړو افغانانو سره د ځینو امدادي توکو د بندیدلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د یکشنبې په ورځ، مۍ پنځمه ( غوايي ۱۶‌مه) په یو راپور کې ویلي چې مرستو ته اړو افغانانو سره د اپریل او د جون د میاشتو ترمنځ د سرپناه، روغتیا، خوراکي توکو، تغذیه، ساتنې، زده کړو په ګډون د مرستې چمتو کولو ځینې پروګرامونه د بندیدو د ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ددغو ګواښونو علت د بودیجې کموالی ښودلی دی:” د خاصو او د انتقال لپاره اوږدې مودې ته اړتیا د سیمه ییزو تدارکاتو په برخه کې ننګونو ته په پاملرنې د لومړنیو تدارکاتو څخه د ملاتړ لپاره د اصلي منابعو تحویلول ډیر مهم دي.”

د اوچا د معلوماتو پر اساس د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل له میاشتې څخه د جون تر میاشتې ۶.۹ میلیونو ډالرو ته د زده کړو ، ۱۲.۷ میلیونو ډالرته د بیړنۍ سرپناه د برابرولو ۵۴.۲ میلیونو ډالرو ته د خوړو د خوندیتوب، ۹.۹ میلیونه ډالرو ته د روغتیا او ۳۶.۳ میلیونو نورو ډالرو ته د تغذیې په برخه کې اړتیا ده ترڅو مرستو ته اړو افغانانو ته مرستې برابرې شي.

همداشان اوچا ویلي چې په نورو برخو لکه د ماشومانو د ساتنې، د څښلو پاکو اوبو د برابرولو، حفظ الصحې او نورو برخو کې هم د ملګري ملتونو ادارې د بودیجې د کمښت سره مخ دي.

اوچا دا خبرداری په داسې حال کې ورکړی چې د ملګرو ملتونو د طرحې له مخې د افغانستان د نفوس نیمايي وګړي په یو ډول بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د نږدې ۲۴ میلیونو مرستو ته اړو افغانانو له ډلې دغه اداره به ۱۷.۳ میلیونو مرستو ته ډیرو اړو افغانانو سره په روان ۲۰۲۴ کال کې مرستې وکړي.

ملګرو ملتونو د روان ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې په افغانستان کې بشري مرستو ته اړو افغانانوسره د بشري مرستو د برابرولو لپاره د روان کال په سر کې د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو د بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې ده. خو دغې ادارې ویلي چې د اپریل د میاشتې تر لومړیو ورځو یې ددغې بودیجې یوازې شپږ سلنه بودیجه ترلاسه کړې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه: ممکن اړمنو افغانانو سره د ځینو توکو مرستې د جون ترمیاشتې بندې شي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*