امریکا له خپلو وکړو غوښتي چې افغانستان ته سفر ونه‌کړي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو وغوښتل چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه خبرداري لامل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالوالی ګڼلی دی.

د دغې اعلامیې پر بنسټ، د ترهګرو ډلو فعالیت او د اسلامي امارت له لوري د امریکايي وګړو نیول کېدل افغانستان ته د امریکايي وګړو د سفر د ممنوعیت لاملونه ګڼل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«په دغه هېواد کې ګڼې ترهګرې ډلې فعالې دي او امریکايي وګړي له تښتونې او نا قانونه نیولو سره مخ کېږي. دغه وزارت ارزونه کړې چې د طالبانو له خوا د امریکايي وګړو د نا قانونه نیولو ګواښ شته. طالبانو مرستندویه او بشري چارواکي ځورولي او بندیان کړي دي. د بهرنیانو فعالیتونو ته ښايي د شک په سترګه وکتل شي او د نیولو لاملونه ناڅرګند وي. ان که تاسو له اړوندو چارواکو سره د سوداګرۍ لپاره راجستر یاست، د نیولو ګواښ مو زیات دی.»

د سیاسي چارو شنوونکی احمد خان اندړ په دې هکله وايي:«د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې طالبان د ترهګرو ډلو او داعش په ځپلو کې ډېر بریالي وو، اوس چې خپلو وګړو ته اعلان کوي چې افغانستان ته له تګه ډډه وکړي، روښانه ده چې هغوی په سیمه او نړۍ کې نوې پروژې تر لاس لاندې لري.» 

خو اسلامي امارت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه ادعاوې بې بنسټه بولي او زیاتوي چې د امریکايي وګړو په ګډون د بل هېڅ یوه هېواد وګړو ته په افغانستان کې ګواښ نشته.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وايي:«دا ډول اعلانونه ځینې نورو هېوادونو هم د خپلو بهرنیو چارو وزارتونو او یا هم سفارتونو له خوا کول، او یوه اندېښنه یې رامنځته کوله؛ خو موږ عملاً په افغانستان کې چا ته کومه اندېښنه نه‌وینوو، په دې وروستیو میاشتو کې افغانستان ته کابو ۸۰ زره تنه بهرنیان د ګرځندویانو په توګه، د رسنیو د فعالانو په توګه، د بېلابېلو موسسو د کارکوونکو په توګه، ډیپلوماټانو تګ راتګ کړی دی.»

د سیاسي چارو شنوونکي صادق شینواري هم وویل:«د بهرنیو وګړو د امنیت ټینګښت د اسلامي امارت د کشفي او استخباراتي ارګانونو له بنسټیزو مسوولیتونو او مکلفیتونو څخه دي »

تر دې مخکې، اسټرالیا، جرمني، روسیه او برېټانیا هغه څلور نور هېوادونه دي چې د امنیتي ګواښونو له امله یې خپل وګړي افغانستان ته له سفر کولو منعه کړي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امریکا له خپلو وکړو غوښتي چې افغانستان ته سفر ونه‌کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*