امریکا په افغانستان کې د امریکايي وسلو د پرېښودو ادعا ‘مسخره’ بللې ده

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د سه شنبې په ورځ دسمبر ۲۰ (لیندۍ ۲۸) هغه ادعاوې “مسخره” وبللې چې وایي د امریکا پوځ د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال وسلې او پوځي تجهیزات پریښي دي او د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د جان کربي له څرګندونو یوازې څو ورځې وړاندې پاکستان له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په دې اړه پلټنه وکړي هغه سخت دریځه وسله وال چې د پاکستان په ادعا په افغانستان کې میشت دي په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره “پرمختللې وسلې” له کوم ځای څخه تر لاسه کوي.

کربي په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د وسلو د پرېښودو ادعا “مسخره” ده او د ده په وینا هغه څه چې امریکا په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور په ترڅ کې د کانګرس په تصویب او مشوره ترسره کړي “هغه د افغان ملي امنیتي ځواکونو وسله وال کول او اکمالات وو.”

کربي ویلي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د طالبانو په پرمختګ سره افغان ځواکونو پرېکړه وکړه چې جګړه ونه کړي او خپلې وسلې کېږدي، او دا چې نن ورځ په افغانستان کې د هغو وسلو په اړه خبرې کېږي “د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو پورې اړوند” دي، نه د متحده ایالاتو پورې.

کربي ټینګار وکړ، هغه ادعاوې چې ګواکې امریکا په افغانستان کې د وسلو زېرمې پرېښودې، ناسمې دي.

د پاکستان ادعا

پاکستاني مقامات ادعا کوي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او پدې هیواد کې د طالبانو د واکمن کیدو وروسته، د تحریک طالبان پاکستان یا (ټي پي پي) اړوند سخت دریځو په افغانستان کې له خپلو خوندي ځایونو څخه پر دې هیواد خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

تحریک طالبان پاکستان او په پاکستان کې مېشتې نورې سخت دریځې ډلې له کلونو راهیسې په پاکستان کې دننه بریدونه کوي، خو اوس پاکستاني مقامات ادعا کوي چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر ضد د امریکا له عصري وسلو څخه په استفادې د تندروانو له خوا مرګونې حملې مخ په زیاتېدو دي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د ځانګړي استازي مرستیال عثمان جدون تېره اوونۍ د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې غوښتنه وکړه چې په دې اړه دې تحقیقات وشي چې د پاکستان تحریک طالبان په پاکستان کې د بریدونو لپاره پرمختللې وسلې څنګه ترلاسه کړي دي.

جادون وویل، “ترهګر او جنایتکاران دا پرمختللې وسلې نه جوړوي، بلکې دوی د غیر قانوني لارو او هغو عناصرو له لارې ترلاسه کوي چې هدف یې د ځینو ځانګړو سیمو او هیوادونو بې ثباته کول دي.”

جادون په مشخصه توګه د امریکا نوم وانخیست، خو د پاکستان موقت صدراعظم انوارالحق کاکړ د سپټمبر په میاشت کې ویلي و چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال په هغه هیواد کې د پوځي وسلو پاتې کېدلو د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان ضد نورو ډلو لپاره “په پراخه کچه د جګړې وړتیا” زیاته کړې ده.

طالب چارواکو په وار وار دا ادعاوې رد کړې چې ګواکې په افغانستان کې پاتې شوې وسلې د سخت دریځو په لاس کې دي او د طالبانو په وینا “پخوا پاتې وسلې او تجهیزات په ګودامونو کې ساتل کیږي او هیچا ته اجازه نه ورکول کیږي چې قاچاق او خرڅ کړي.”

د امریکا د دفاع وزارت تیر کال د یو راپور په خپرولو سره وویل چې د تېر حکومت تر نسکورېدو دمخه په افغانستان کې د امریکا له خوا له ۷.۱ میلیارد ډالرو زیات پوځي تجهیزات موجود وو.

د دغه راپور له مخې، د امریکا پوځ له وتلو مخکې امریکايي ځواکونو ټول هغه عمده تجهیزات چې په افغانستان کې یې کارول یا له منځه وړي او یا یې لېږدولي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امریکا په افغانستان کې د امریکايي وسلو د پرېښودو ادعا ‘مسخره’ بللې ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*