امریکا کې درې فلسطیني محصلین امریکایان په ډزو ټپي شوي

امریکا کې پولیسو یکشنبه نومبر ۲۶ (لیندۍ۵) ویلي چې درې په خټه فلسطیني محصلین امریکایان د ورمانټ ایالت د برلینګټن په ښار کې هغه مهال وويشتل شول او ټپي شول چې د شکرانې په دودیزو مراسمو کې د ګډون لپاره روان وو.

پولیسو ویلي چې پیښه د ورمانټ پوهنتون سره نږدې شوې او یو تن په شدیده توګه ټپي شوی. چارواکو همدارنګه ویلي ښایي دا پېښه د کرکې په اساس شوی جنایت وي.

په سیمه کې د پولیسو مشر جان مراد ویلي چې ډزې په سیمه ایز وخت د ماښام په ۶:۲۵ د ورمانټ پوهنتون ساحې سره نږدې شوي او پولیس د ډزې کوونکي پسې ګرځي.

د پولیسو دې مشر ویلي چې په ټپي شویو کې د دوو وضعیت ښه دی خو د درېیم ټپونه بیا شدید ښودل شوي. درې واړه ټپي شوي شل کلن دي. هغوي د یو خپلوان کور ته د شکرانې اداینې نمانځلو لپاره ورتلل چې په لار کې پرې د یو سپین پوستي امریکایي لخوا د تومانچې ډزې وشوې.

د پولیسو دې مشر وویل، ” پرته لدې چې څه ووایي، برید کوونکي د تومانچې څلور ډزې وکړې او ګمان دی چې هغه تښتیدلی دی. درې واړه ټپي شوي چې دوه یې د سر او خیټې تر منځ ټپي شوي او درېیم په پښه لګیدلی.”

مراد په خبري کنفرانس کې وویل چې درې واړه ټپي شوي کسان په خټه فلسطینیان دي چې دوه یې د امریکا تابعیت او دریم یې د دایمي پاتې کیدو سند (ګرین کارت) لري.

پولیسو همدارنګه ویلي چې په ټپي شویو کې دوو یې د (کیفایه) په نامه تور او سپین رنګي دسمالونه د غاړو څخه تاو کړي و. د مراد په وینا تر دې دمه د برید کوونکي کومه بله انګیزه نده څرګنده شوې.

د پولیسو مشر د ټپي شویو او د هغوي د کورنیو غړیو سره خواخوږي څرګنده کړې او دا یې د کرکې پر اساس جنایت بللی. هغه ویلي، “هر څوک چې دا پیښه ویني، شک نشي کولی چې ښایي د کرکې پر اساس جنایت وي”.

نوموړي زیاته کړه چې د تحقیقاتو فدرالي ادارې ایف بي آی او نورو اړوندو ادارو سره کار کوي تر څو د پیښې په هکله نور معلومات تر لاسه کړي.

دې چارواکې همدارنګه د خلکو څخه غوښتي چې د هغو ډلو بیانیو له مخې نتیجه ګیري ونکړي چې د پیښې په هکله لږ معلومات لري.

د پولیسو دې چارواکي خبري کنفرانس څخه وړاندې د تبعیض پر شد د امریکایي عربو کمیټې په نامه ادارې په یوې بیانیې کې ویلي و چې پدې پیښې کې درې واړه ټپي شوي فلسطینیان او د پوهنتون محصلین دي.

دې ادارې ویلي هیڅ دلیل نشته چې پدې محصلین و ځکه برید شوي چې هغوي عربان دي. په اعلامیې کې ویل شوي چې دې محصلین و په عربي ژبې خبرې کولې او برید کوونکي لومړی هغوي ته بد رد ویلي او بیا یې پرې ډزې کړي او ټپي کړیدي.

د فدرالي تحقیقاتو ادارې ویلي د پیښې په هکله پلټنې کوي.

سپینې مڼۍ ویلي چې د ډزو دې پیښې په هکله جمهور رئیس جو بایډن ته معلومات ورکړل شوي او د امنیتي ادارو لخوا ورته تازه معلومات ورکول کیږي.

په عین حال کې د امریکایي-اسلامي اړیکو ادارې ویلي هر څوک چې داسې معلومات ورکړي چې د برید کوونکي نیول کیدو سبب شي، ۱۰۰ زره امریکاي ډالر انعام به ورکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امریکا کې درې فلسطیني محصلین امریکایان په ډزو ټپي شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*