امنیت شورا غونډې ته د افغان میرمنو غبرګون: د دغې شورا کړنلاره خواشینوونکې ده

د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د رئیسې له خوا له طالبانو څخه د ښځو او نجونو پر وړاندې د ټولو هغو لارښودونو او کړنلارو د لغوه کیدو د غوښتنې او د تړلو دروازو شاته ددغې شورا د غونډې د جوړیدو په غبرګون کې د افغان میرمنو د حقونو یو شمیر فعالانو ددې شورا دا ډول کړنې خواشینوونکې بللي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشرې کرولین رادریګز بیرکت ددوشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۶ (کب اووم) د افغانستان په اړه ددغې شورا د غونډې د پیل کېدو مخکې وویل چې طالبان باید هغه فرمانونه او تګلارې لغوه کړي چې د ښځو او نجونو حقونه محدودوي.

میرمن بیرکت وویل چې ملګرو ملتونو د امنیت شورا به د افغانستان په تړاو د دوحې د غونډې اود ملګروملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په سر سلامشورو په اړه تازه معلومات ترلاسه کړي.

د افغان میرمنو د حقونو یوه فعاله نسرین حمیدي امریکا غږ ته د امنیت د شورا د تیرې ورځې د غونډې په اړه ادعا وکړه چې د تړلو دروازو شاته د امنیت د شورا دا ډول غوندې هیڅکله د افغان میرمنو په ګټه نه وې او کومې مثبتې پایلې یې هم نلرلې.

میرمن حمیدي وویل: “ملګري ملتونه د جنسیت پر بنسټ د طالبانو تبعیض او په ټولنه کې په بشپړ ډول د ښځو د حذفولو او د افغان میرمنو او نجونو د ځپلو لپاره د لسګونو فرمانو په اړه ښه خبر دي، خو په ډیره سړه سینه او درناوي سره له طالبانو څخه غوښتل کیږي چې دا فرمانونه لغوه کړي. دا کار په افغانستان کې د میرمنو لپاره ډیر خواشینوونکی دی.”

د ښځو د حقونو دغې فعالې پوښتنه وکړه چې ملګري ملتونه ولې د ځانګړي استازي د ټاکلو په برخه کې جدي اقدام نه کوي، ایا د طالبانو څخه د اجازې اخیستلو ته منتظر دي او که څنګه.

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله سمیرا حمیدي د دوشنبې په ورځ د بندو دروازو شاته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې جوړیدو په اړه هم پوښتنې کړې او ویلي دي چې د افغانستان په اړه کوم شیان پټ دي چې له امله یې دغه شورا د تړلو دروازو شاته غونډه کوي.

میرمن حمدي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي: “د امنیت شورا په څیر د ملګروملتونو د ارګانونو شفافیت د بل هروخت څخه په یوه لویه پوښتنه باندې بدل شوی دی. د افغانستان خلک ددې مستحق دي چې په دې پوه شي هیوادونو یې ددغه هیواد په اړه په کومو مسئلو بحثونه کوي.”

د ښځو د حقونو یو بلې فعالې سارا وحیدي په افغانستان کې د یوې اونۍ څخه په کمه موده کې د طالبانو له خوا د دریو تنو اعدام ته اشاره کړې او ویلي دي چې په داسې یو حالت کې د امنیت شورا د تړلو دروازو شاته غونډې کوي چې عادلانه کړنې نه دي.

میرمن وحیدي وویل:” شفافیت ډیر زیات مهم دی. افغانان هغوبحثونو ته چې د هغوی پر راتلوونکې باندې ډیرې مهمې اغیزې لري باید ورته لاس رسی ولري”.

په ورته وخت کې په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د ملګروملتونو د امنیت د شورا څخه ددغې غونډې د جوړیدو له امله مننه کړې ده.

ښاغلي فایق ویلي چې افغانستان زیات د هغو کسانو درناوی کوي چې ددغه هیواد له خلکو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو او مذهبي او قومي اقلیتونو د مدني ازادیو څخه د ملاتړ کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امنیت شورا غونډې ته د افغان میرمنو غبرګون: د دغې شورا کړنلاره خواشینوونکې ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*