امو لوبډله په درېیم پرله‌پسې کال هم د شپږیزې لیګ اتله شوه

💬0

امو لوبډله په درېیم پرله‌پسې کال هم د شپږیزې لیګ اتله شوه

د شپږیزې کرېکټ لیګ د یوولسم پړاو پایلوبه د چهارشنبې په ورځ د خوست د رحمت‌ولي مسرور کرېکټ لوبغالي کې د ګڼ‌شمېر مینه‌والو په حضور کې ترسره شوه؛ هغه لوبه چې د سپین‌غر او امو لوبډلو پکې د اتلولۍ جام لپاره یو له بل سره سیالي وکړه.

سپین‌غر د پچې له ګټلو وروسته توپ‌وهنه پیل کړه او په شلو اورونو کې یې د خپلو ټولو ویکټو په له لاسه ورکولو سره امو لوبډلې ته د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د امو لوبغاړو په منظمې او ځلانده لوبې سره ټاکل شوی هدف د یوازې درې ویکټو په زیان پوره کړ او په اوو ویکټو بریا سره یې د دې پړاو د اتلولۍ جام خپل کړ.

د سیالیو په پای کې د فصل غوره لوبغاړي هم معرفي شول.

عصمت عالم د خپلې غوره لوبې له امله د شپږیزې کرېکټ لیګ د یوولسم پړاو د غوره لوبغاړي لقب وګاټه او د دې برخې ځانګړې جایزه یې هم ترلاسه کړه.

یو شمېر لوبغاړو د سیالیو له کچې او د خپلو لوبډلو له کړنو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې دغه لیګ د افغانستان د کرکټ په پرمختګ کې مهم رول لري.

امو لوبډلې په داسې حال کې د درېیم پرله‌پسې کال لپاره د شپږیزې کرېکټ لیګ د اتلولۍ جام پورته کړ، چې د دې لیګ یوولسم پړاو په تېرو څو اوونیو کې د بست، مس عینک، بند امیر، سپین‌غر او امو لوبډلو په ګډون د خوست د رحمت‌ولي مسرور کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوی و.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امو لوبډله په درېیم پرله‌پسې کال هم د شپږیزې لیګ اتله شوه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*