اوراسیا: په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان او خیبر پښتونخوا کې د داعش له خوا ۴۲۹ کسان وژل شوي

۸صبح، کابل: د اوراسیا ریویو خبري-تحلیلي شبکې د «شخړو د مدیریت انسټیټیوټ» د موندنو پر بنسټ لیکلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو بیاځلې واکمنۍ راهیسې په دغه هېواد او په خیبر پښتون‌خوا ایالت کې د داعش اړوندو پېښو په پایله کې لږ تر لږه ۴۲۹ کسان وژل شوي دي.

دغې شبکې سې‌شنبه د غويي پر ۱۸مه لیکلي چې دا کسان د داعش اړوند د ٧٣ پېښو په ترڅ کې وژل شوي دي.

د اوراسیا ریویو خبري-تحلیلي شبکې زیاته کړې چې په افغانستان کې د داعش په بریدونو کې د طالبانو ۵۸ غړي، ۲۲۰ ملکيان او ۱۵ نور چې هویت یې تر اوسه نه دی پېژندل شوی، وژل شوي دي.

په دې موده کې په خیبر پښتون‌خوا کې ایالت کې د داعش ۱۳۶ مهم غړي هم وژل شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، د  داعش څانګې فعالیت له ۲۰۱۵ کال راهیسې درې پړاونه لري او د دغې ډلې د فعالیت اوسنی پړاو په خراسان کې د داعش ترټولو سخت او پېچلی تبلیغاتي او معلوماتي کمپاین دی چې د بڼې، کمیت او د ژبې د شمېر له مخې بې مخینی دی.

د اوراسیا ریویو خبري-تحلیلي شبکې زیاته کړې: « د دغې ډلې د فعالیت په دې پړاو کې موخه د فعالیت له ساحې بهر استخدام شویو او ملاتړکوونکو ته رسیدل دي.»

نوموړې شبکه لیکلي چې په خیبرپښتون‌خوا کې مېشت داعش ډله بېلابېلې جهادي ډلې او توکمونه کاروي اوتر ډېره بریده پکې شامل دي.

همداراز په دې تحلیل کې راغلي: «په داسې حال کې چې طالبان او داعش خراسان ډېر ایډیالوژیکي ورته‌والی لري، خو له القاعدې سره د طالبانو د نږدې اړیکو، د داعش سیال او د طالبانو د ملتپالو سیاسي پروژو له کبله چې د داعش د خلافت غوښتنې له نظر سره په ټکر کې دي، د عقیدې له مخې له یو بل سره توپیر لري.»

د اوراسیا  د تحلیل پر بنسټ، داعش خراسان کې د لیکو پراخولو او استخدام په برخه کې ډېره زیاته پیچلې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار په خپل نوي راپور کې خبرداری ورکړی چې د داعش خراسان څانګې د سلفیانو له غړیتوب سربېره په افغانستان او سیمه کې د جنګیالیو ګمارنې لړۍ روانه ساتلې ده.

ورته مهال د امریکا د سولې انسټیټیوټ په یو راپور کې ویلي چې له افغانستان او پاکستانه د امریکا د ګټو پر وړاندې د ترهګرۍ ګواښونه په پرلپسې ډول زیات شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اوراسیا: په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان او خیبر پښتونخوا کې د داعش له خوا ۴۲۹ کسان وژل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*