ایران له طالبانو غوښتي چې د انساني قاچاق کوونکو او ناقانونه کډوالو مخه ونیسي

ایران له طالبانو غوښتي چې دکډوالو مخه ونیسي. کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سید حسین مرتضوي د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت چارواکو سره په کتنه کې د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډ سرحد د څارنې د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.

د ایران سفارت د یکشنبې د ورځې ناوخته اکتوبر اول( تلې نهم) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ښاغلي مرتضوي د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري سره په کتنه کې د نورو اړوندو مسلو ترڅنګ د انساني قاچاق او غیرقانوني کډوالۍ پر مسلو هم خبرې کړي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې د ایران د سفارت مرستیال په دې کتنه کې ” د ایران په لور په غیرقانوني تګ راتګ کې د پام وړ زیاتوالي” ته اشاره کړې او د طالبانو د حکومت له چارواکو یې غوښتي، چې” په ګډ سرحد دې خپله څارنه او کنټرول زیات کړي او د افغانستان په خاوره کې دې د انساني قاچاقبرانو د ډلو په وړاندې مبارزه او د غیرقانوني کډوالۍ د تګ راتګ مخه ونیسي”.

طالبانو لا په رسمي ډول د ایران د دغه دپلومات د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

حسین مرتضوي ویلي، چې اوس مهال په ایران کې پنځه میلیونه افغان کډوال اوسیږي او تهران غواړي، چې دا کډوال په با عزته توګه خپل هیواد ته ستانه شي. دغه ایراني دپلومات د طالبانو له حکومت غوښتي، چې داسې پالیسۍ دې پلي کړي، چې له مخې یې په ایران کې میشت افغان کډوال خپل هیواد ته ستنیدلو ته وهڅول شي.

دمرتضوي په وینا دغسې پالیسي به نه یوازې د کډوالۍ د بهیر لیورې بدل کړي، بلکې افغانستان ته به د خپل انساني قوت څخه د کار اخیستلو زمینه هم برابره کړي.

کابل کې ددغه ایراني دپلومات د څرګندونو وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم ویلي و، چې په افغانستان کې روان بحران په سیمه کې د تروریستي فعالیتونو د پراخیدو او د کډوالۍ د بهیر د زیاتیدو سره مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) اټکل کړی، چې د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۳۳ زره افغانانو په د معتبرو اسنادو په لرلو سره ایران ته سفر کړی دی.

په دې راپور کې ویل شوي، چې د مۍ د میاشتې له نیمايي څخه د جون د میاشتې تر وروستیو نږدې ۱۲۰۰ او ۱۵۰۰ اسناد نلرونکي افغان کډوال (ځانګړي ډول مجرد افغانان) د غیر رسمي لارو هره اونۍ ایران ته تلل. دا شمیر د اپریل د میاشتې څخه د جون تر میاشتې هره اونۍ د ۱۵۰۰ او ۱۸۰۰ تنو ترمنځ و.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د سپټمبر ۱۳ (وږي ۲۲) په یو راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې شاوخوا ۷۱۰ زره افغان کډوال په دواطلب یا جبري ډول د ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

همداشان د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د ۴۰۰ زره کسانو په خپله خوښه له ایران څخه وطن ته د ستانه شویو افغانانو د ستنیدلو خبرهم ورکړل شوی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ایران له طالبانو غوښتي چې د انساني قاچاق کوونکو او ناقانونه کډوالو مخه ونیسي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*