ایران په يوه ورځ څلور نيم زره افغانان اخراج کړي دي

ایران په يوه ورځ څلور نيم زره افغانان اخراج کړي دي
ایران په يوه ورځ څلور نيم زره افغانان اخراج کړي دي

د ایران د پولو اړوند یوه چارواکي ویلي دي چې، په يوه ورځ تر څلورنیم زره ډېر افغان کډوال يې له دغه هيواده ایستلي دي. سربېره پر دې، ډېر افغانان وايي چې د بېکار‌ۍ او بې وزلۍ له امله له کډوالۍ پرته بله چاره نه لري.

د افغانستان سرحد ته نيږدې د ایران د زابل یوه پوله‌ساتي قومندان د دغې هېواد تسنیم خبري اژانس ته ویلي دي چې په يوه ورځ کې یې هغه زرګونه افغانان چې په غيرقانونه ډول ورغلي ول، د «میلک» له لارې افغانستان ته اخراج کړي دي.

قاسم‌زاده ویلي دي: «شاوخوا ۴۷۵۴ افغانان چې د ایران په مختلفو سیمو کې د ناقانونه داخلېدو، ناقانونه اوسېدو او د پاسپورت وخت ختمېدو له امله نیول شوي وو، د سیستان په شمال کې د میلک دروازې له لارې افغانستان ته اخراج شول.»

دغې پوله ساتي قومندان هغه امنیتي ځواکونه ستایلي او مننه یې ترې کړې، چې د افغان کډوالو په نیولو کې یې هڅي کړې وې. هغه ویلي، د ناقانونه کډوالو او پردیو خلکو د ورتلو پر ضد یې تدابیر چټکوي.

نیمروز ولایت کې د ولایتی ادارې د اطلاعاتو او کولتور رئیس حبیب الله الهام دویچه ویله ته وویل، هره ورځ له ایران  څخه افغانستان ته له زره تر دوو زرو افغانان ډیپورټ کېږي. دی وايي: «دا کره خبر دی چې ایرانیانو افغان کډوالو له پولې رااړولي؛ خو دقیقې شمېرې نه شته. هره ورځ له زر تر دوو زرو افغانان له ایران څخه افغانستان ته راګرځي، چې یو شمېر یې اخراج کېږي او ځینې په خپله خوښه راځي.»

زرنج ته څېرمه د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمه
زرنج ته څېرمه د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمه

هغه افغانان چې د بیلابیلو ستونځو له ډاره، اقتصادي ستونزو او بې کارۍ له امله ایران ته تللي، د هغه هېواد د امنیتي ځواکونو پر چلند نیوکه کوي.

د پرځول شوي جمهوري دولت یوه کارکوونکي حسن رضا چې پر افغانستان د جمهوریت له سقوط وروسته ایران ته کډوال شوی دویچه ویله ته وویل، له تېرې یوې اونۍ راهیسې په ایران کې د افغان کډوالو نیول زیات شوي دي.

حسن رضا وویل: «د ایران امنیتي ځواکونه افغانان پر سړکونو، پارکونو، نورو سیمو او کورونو کې په نښه کوي او هغه کسان چې ویزې نه لري، راجمع او وباسي یې. په تېرو دوو ورځو کې یې زما یو شمېر ملګري له پولې اړولي دي.»

دا افغان ځوان وايي، ایران ته په قانوني ویزه تللی او څو ځل یې د استوګنې د اسنادو موده غځول شوې وه؛ خو له څه مودې راهیسې د ایران حکومت د جوازونو مودې نه غځوي. هغه زیاته کړه، چې لس ورځې کېږي د ایران د ځواکونو له ډاره کار ته نه دی تللی.

په افغانستان کې د پاسپورټ او د ایران او پاکستان ویزې د سختوالي له امله ډېر ځوانان په قاچاقي لارو دغو هېوادونو ته ورځي.

د مزارشریف اوسېدونکی هادي رضايي وايي چې د کار د نشتوالي له امله یې پر قاچاقي لارو سفر پیل کړ او دوه ځل یې هڅه وکړه چې ایران ته لاړ شي، خو د ایراني ځواکونو د ډزو له امله بیرته افغانستان ته وګرځېد.

رضایي دویچه ویله ته وویل: «یوه میاشت مخکې موږ ۲۵ کسانو هڅه وکړه، چې د شپې دولس بجې د ایران له پولې واوړو؛ خو ایراني ځواکونو ډزې وکړې. پنځه کسان ووژل شول. موږ بیرته وګرځېدو. څو ورځې وروسته مو بیا ایران ته د تلو تکل وکړ؛ خو ایراني ځواکونو ونیولو او له وهلو ټکولو وروسته یې له پولې راواړولو.»

زرنج ته څېرمه د افغانستان او پآکستان سرحدي سیمه
زرنج ته څېرمه د افغانستان او پآکستان سرحدي سیمه

د ایران او ترکیې د امنیتي ځواکونو له لوري د دغو هيوادونو په پولو کې د افغان کډوالو نیولو او وهلو، ټکولو نیوکې راپورته کړي او ډېرې پېښې رسنیزې شوي دي.

د چارو شنونکي وايي، په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو حالت ناوړه دی او هغوی هره ورځ د امنیتي ځواکونو له لوري تر نیولو وروسته وهل، ټکول او سپکېږي.

په افغانستان کې د سیاسي چارو شنونکی عزیز محبي وايي چې افغانان د ناقانونه کډوالۍ او په ګاونډیو هېوادونو کې له حالت خبر دي، خو له کډوالۍ پرته بله لار نه ده ورپاتې.

هغه دویچه ویله ته وویل: «د ایران او پاکستان چارواکي دې تفاهم وکړي او افغان کډوالو سره دې همکاري وکړي، څو هغوی ته د اوسېدو اسناد ورکړي. ځکه په افغانستان کې امنیتي او اقتصادي حالت ښه نه دی. هغوی پوهېږي، چې خلک بې ګناه دي له مجبورۍ خپل هېواد پرېږدي.»

د ایران چارواکو ویلي دي چې په دغه هېواد کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال اوسېږي او په ځلونو یې ویلي، چې نورو افغان مهاجرو ته د ځای ورکولو توان نه لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ایران په يوه ورځ څلور نيم زره افغانان اخراج کړي دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*