ا.ا. له امریکا، برېتانیا او یو شمېر اروپايي هېوادونو غوښتي چې کابل کې سفارتونه پرانیزي

Loading

چد ا.ا. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال داسې مهال د امریکا، برېتانیا او اسټرالیا په ګډون له یو شمېر اروپايي هېوادونو په کابل کې د سفارتونو د خلاصېدو غوښتنه کړې، چې تېره اوونۍ دغې ډلې په ۱۴ اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د سیاسي استازولیو فعالیتونه بې اعتباره اعلان کړل.

خو په اروپايي هیوادونو کې د افغانستان مخکیني حکومت ځینو سفیرانو چې لا هم د سفارت واګې په لاس کې لري، د ا.ا. دا اعلان له پامه وغورځاوه او چارې یې له کوربه هیوادونو سره په همغږۍ مخته روانې دي.

د ا.ا. مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ د دغې ډلې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دوحه کې د امریکا، برېتانیا، کاناډا، ایټالیا، فرانسې، سوېلي کوریا، اسټرالیا او جرمني د سفارتونو له سرپرستانو او ډيپلوماټانو سره لیدلي.

حمدالله فطرت وايي، په دغه لیدنه کې مولوي عبدالکبیر د یادو هېوادونو له استازو سره د دوه اړخیزو اړیکو، امنیت او بشري همکاریو په اړه خبرې اترې کړې.

د ا.ا. دغه ویاند وايي، د دغې ډلې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د امریکا، برېتانیا، اسټرالیا او اورپايي هېوادونو له سفیرانو غوښتي چې په کابل کې خپلې سیاسي استازولئ فعالې کړي.

مولوي کبیر په داسې حال کې له یادو هېوادونو څخه په افغانستان کې د سفارتونو د پرانیسو غوښتنه کوي، چې د نږدې درې کلو په تېریدو هیڅ هېواد نه دی چمتو شوی چې د دغې ډلې حکومت په رسمیت وپيژني.

تر دې مهاله د یادو هېوادونو استازو د دغه طالب چارواکي سره د لیدنې په اړه څه نه دې ویلي.

پر افغانستان د ا.ا. له واکمنېدو وروسته ګڼو هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه وتړل او د افغانستان اړوند چارې له قطره څاري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کاناډا او استرالیا په ګډون په ۱۴ اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د سیاسي استازولیو فعالیت خپلسری او بې اعتباره اعلان کړل.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ا.ا. له امریکا، برېتانیا او یو شمېر اروپايي هېوادونو غوښتي چې کابل کې سفارتونه پرانیزي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*