عمران خان: باجوه او د امریکا سفارت یو مامور دې زما محاکمې ته حاضر شي

باجوه

د پاکستاني پخواني صدراعظم عمران خان چې اوس مهال بندي دی، دوشنبه ډسمبر څلورمه (لیندۍ۱۳) یې ژمنه وکړله چې د دولتي محرمو معلوماتو افشا کولو قضیې په محاکمې کې به د پوځ پخوانی لوی درستیز باجوه او د متحده ایالاتو سفارت یو استازی حاضریدو لپاره جلب کاندي.

ښاغلي خان دا څرګندونې اسلام آباد سره نږدې په یو زندان کې وکړلې چې فدرالي حکومت د رسمي دولتي اسنادو افشا کولو په قضیې کې دا پخوانی صدراعظم پکې محاکمه کوي.

پدې ځانګړې محکمې کې یوازې یو قاضي دی او حکومت ویلي چې د “جدي امنیتي ستونزو” له کبله یې دا محاکمه په زندان کې دننه دایره کړې.

د پخوانۍ محاکمې برعکس چې د تړلو دروازو تر شا وشوه او وروسته سترې محکمې غیر قانوني وبلله، دا ځل د زندان چارواکو شپږو سیمه ایزو خبریالانو ته اجازه ورکړې وه چې د دوشنبې ورځې محکمې جریان وګوري خو بهرنیو مطبوعاتو ته یې د ورتګ اجازه نه وه ورکړې.

سره لدې چې محکمې امر کړی و چې ښاغلی خان دې په علني توګه محاکمه شي او مطبوعاتو ته دې هم د ورتګ اجازه ورکړل شي خو د زندان چارواکو د دې حکم څخه سرغړاونه کړې.

عمران خان د محکمې قاضي ته ویلي، “زه به جنرال باجوه او د متحده ایالاتو د سفارت چارواکي د شاهدانو په توګه دې قضیې کې شامل کړم. باجوه دا ټول شیان د ډونالډ لو په لارښوونې کړي”.

ډونالډ لو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو په وزارت کې د مرکزي او جنوبي آسیا د چارو لپار د وزیر مرستیال دی.

د عمران خان مدافع وکیلانو هم دا څرګندونې تائید کړي او دا یې هم ویلي چې په رسمي توګه به محکمې ته سند وسپارل شي چې د متحده ایالاتو د سفارت استازی او جنرال باجوه د محکمې غونډې ته حاضر کړل شي.

ګوهر علي خان د عمران خان پر ځای د تحریک انصاف ګوند مشر ټاکل شوی.
ګوهر علي خان د عمران خان پر ځای د تحریک انصاف ګوند مشر ټاکل شوی.

د عمران خان د حقوقي ټیم یو غړي انتظار حسین پنجوتها امریکا غږ ته وویل چې یوازې یو څو ټاکل شویو خبریالانو ته محکمې ته د ورتګ اجازه ورکړل شوې وه او د زندان چارواکي یې وغندل چې د امریکا غږ او بي بي سي په ګډون نړیوالو مطبوعاتو ته یې اجازه نده ورکړې.

ښاغلي پنجوتها وویل، ” دا په هیڅ معنی آزادانه محاکمه نده. مونږ پدې ګمان نه یو چې د اوسنیو شرایطو لاندې به عادلانه محاکمه وشي”.

پدې قضیې کې عمران خان پدې تورن دی چې د پاکستان یو محرم ډپلوماتیک کیبل چې د “شفر” په نامه پیژندل کیږي، افشا کړی.

عمران خان ادعا کړې چې همدا شفر ثابتوي چې متحده ایالاتو د پاکستان پوځ په مرستې د هغه په بې واکه کیدو نقش درلود.

دا کیبل په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان پخواني سفیر اسد مجید لیکلی.

په کیبل کې ادعا شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې چارواکي د پاکستان د سفیر څخه غوښتي و تر څو پوځ ته ووایي چې په پارلمان کې د عدم اعتماد رایې ګیرۍ له مخې عمران خان له واکه لیرې کړي، ځکه چې د اوکراین په جګړې کې د عمران خان حکومت بې پرې نقش درلود.

پدې کیبل کې ادعا شوې چې ښاغلي لو ګواښ کړی که عمران خان په واک کې پاتې شي، متحده ایالات به پاکستان په نړیواله کچه څنډې ته کړي.

خو بل پلو بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې مسکو ته د عمران په سفر یې انتقاد کړی خو د واک څخه د هغه په لیرې کیدو کې لاس نلري.

عمران خان د ۲۰۲۲ کال د فبروري په میاشت کې په هماغې ورځ مسکو ته د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره د رسمي خبرو لپاره تللی و چې هغه په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل وکړ.

سره لدې چې امریکایي چارواکو او د پاکستان پوځ ویلي چې د عمران خان په لیرې کیدو کې لاس نه درلود خو د انټرسیپټ په نامه خپرونې د دې شفر متن د لومړي ځل لپاره د اګست په میاشت کې خپور کړ.

په عمران خان باندې د رشوت خورۍ او فساد قضیه هم ده چې له همدې کبله هغه په درې کالونو بند تیرولو محکوم شو خو یوې عالې محکمې دا سزا باطله کړله. چارواکو په سمدستي توګه عمران خان د همدې شفر په قضیې کې بیرته ونیوه او بیا یې بندي کړ.

د نظر معلومولو په تازه سروی ګانو کې معلومه شوې چې عمران خان په پاکستان کې په ملي کچه محبوبترین سیاسي مشر دی او د تحریک انصاف ګوند یې د هیواد تر ټولو ستر سیاسي ګوند دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "عمران خان: باجوه او د امریکا سفارت یو مامور دې زما محاکمې ته حاضر شي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*