“په باجوړ کې کور په کور او کلي په کلي غم او ماتم خور دی”

په باجوړ کې نن د کربلا ورځ ده، کور په کور او کلي په کلي غم او ماتم خور دی، په انات کلي کې لس جنازې شوي دي او ډېر خفګان دی، وير دی، ژړا ده او په ولس غم راخور دی خفګان او غصه ده په ولس کې”، دغه خبرې د باجوړ د مولانا خانزېب دي، نوموړی د عوامي نيشنل ګوند غړی دی.

د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا باجوړ کې پرون مازيګر د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علمااسلام ف ګوند په غونډه کې شوې چاودنه کې د رپورټونو ترمخه د وژنو شمېره 46 ته رسېدلې او د 80 نه زيات کسان پکې ژوبل شوي دي.

په سمدستي توګه د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

خو د خېبرپښتونخوا پوليسو دعوه کړې، د سي سي ټي وي کېمرې ويډیوز ترلاسه کولی شي چې د مبينه خودکش معلومات وشي او د پېښې په ابتدايي تحقيقانو کې د داعش خراسان د ککړتيا لاس ښکاري.

سي ټي ډي پولیس د پېښې مقدمه درج کړې او چاودنه یې ځانمرګی بريد بللی دی.

د باجوړ روغتون [اېم اېس] ډاکټر لياقت علي نن وي او اې ډیوه ته وویل، تراوسه پورې دوی ته ټول 89 ژوبل ورغلي او 45 وژنې نوموړي تاييد کړي دي.

هغه وویل “ځينې مړي داسې دي چې هغه د پېښې د ځای نه خلکو وړي دي او زياته یې کړه، د مړو شمېره د 50 نه زیاته ده”.

ډاکټر لياقت علي وویل، ځینې ژوبل پوځي روغتون او ځینې د تېمرګرې روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې مولانا خانزېب وويل، “نن د خېبرپښتونخوا وزیراعلا، چيف سيکرټري او نورو لوړ پوړي چارواکي باجوړته راغلي وو، دلته ورته مشرانو ډېر په غصې او خفګان سره وويل، چې نور د باجوړ ولس ځان داسې ګڼي چې دا د پاکستان برخه نه ده، دوی د دې هېواد وګړي نه ګڼل کيږي”.

هغه زياته کړه، مشرانو وزيراعلا ته وويل “د دوی د امنيت مسله د پولیس په قابو کې نه ده د دې قام ژړا دې جي اېچ کيو [پوځي مرکز] ته ورسوي او بايد چې پاکستان د خپلو خارجه او داخلي پاليسو اصلاح وکړي”.

د نوموړي په خبره مشرانو وويل “دوی نور ګڼي چې د پښتنو نسل کشي روانه ده، نور دوی دغه بدبختۍ او بدامنۍ په خپله خاوره نه مني”.

جرنلسټه فرزانه علي وايي، خېبرپښتونخوا کې د تېرې يوې مودې نه ترهګري روانه ده خو پرونۍ د باجوړ پېښه او نورو پېښو کې فرق دی ځکه دلته اکثره په امنیتي ځواکونو بريدونه شوي تحريک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] یې بریدونه مني، خو پرون په يوه غونډه چاودنه شوې ده.

هغې وویل، امنيتي ځواکونه عمليات کوي خو ورسره ناامني هم روانه ده، خلک هم دغه پوښتنې راولاړوي.

اغلې زیاته کړه، “پښتونخوا کې د زیاترو بریدونو زمه وارۍ ټي ټي پي مني خو بيا په ځانګړي ډول په جمعيت علما اسلام ف د ډېرو بریدونو زمه وارۍ داعش منلي، نوه يوه د امنيتي ځواکونو او بله نظریاتي جګړه ده”.

هغې وويل، “په کوم ډول چې ناامني روانه ده ښکاري چې امنيت به نور خرابیږي”.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي، د باجوړ په خار کې د جمعيت علمااسلام ف په غونډه د برید چې څومره غندنه وشي کمه ده.

هغه په ټویټر ويلي، “په سياسي ډلو د حملو څخه واضحه ده چې دښمن پاکستان کې د جمهوري نظام مخالف دی خو د دې به قطعا اجازه ور نه ورکړی شي”.

هغه ويلي، “د پېښې زمه وار به په ګوته کړی شي او قرار واقعي سزا به ورته ورکړی شي”.

د پاکستان وزیراعظم ويلي،

“پاکستانی قوم، قانون نافذونکې ادارې، او زمونږ محافظ به د دښمن داسې ناوړه هتکنډې کله کاميابېدو ته نه پرېږدي”.

امریکې، سعودي عرب او د پاکستان سياستوال د باجوړ چاودنه په کلکه غندلې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "“په باجوړ کې کور په کور او کلي په کلي غم او ماتم خور دی”"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*