پښتونخوا کې د سېلابونو او بارانونو له امله څلورو ورځو کې 15 کسان مړه شوي

بارانونو

خېبر پښتونخوا کې د پشکال د بارانونو له امله رامنځته شوؤ بیلابیلو پېښو کې د تېرو څلورو ورځو په مهال 15 کسان مړه شوي اؤ 14 نور ژوبل شوي دي.

د نهې په ورځ خپل رپورټ کې پي ډي ایم ای ویلي ټوله صوبه کې د سیلابونو اؤ بارانونو له امله 83 کورونو ته معمولي زیان اوښتی دی اؤ 12 کورونه په بشپړه توګه تباه شوي دي.

یادې ادارې ویلي د بارانونو له امله د صوبې یو شمیر سیمو کې د غرونو نه ګټان راښویدلي اؤ د سیلابونو له امله سړکونه هم زیانمن شوي یا تړل شوي دي چې ددغو لویو لارو د خلاصولو لپاره د مرستې فعالیتونه دوامداره دي.

د پښتونخوا صوبې د اسانیو ورکولو د محکمې سکتر عبدالباسط ویلي چې صوبایي حکومت په بارانونو سیلابونو کې د اغېزمنو ضلعو د مرستو لپاره 60 میلینه روپۍ جاري کړې دي.

دپي ډي ایم ای د رپورټ له مخې په کوز چترال کې هغه خلک له مخکې څخه خوندي سیمو ته ویستل شوي چې په سیلابونو کې ورته د زیان اوښتو خطره وه.

رپورټ وایي بارانونو اؤ سیلابونو کې اغېزمنو خلکو ته د خوراک څښاک توکي ورکړل شوي اؤ بر چترال اؤ کوز دیر ته نور امدادي سامانونه هم لیږل شوي دي.

د پي‌ ډ‌ي ایم ای ویاند تیمور علي پاکستاني رسنیو ته ویلي چې په بارانونو اؤ سیلابونو کې دمړو شوؤ کسانو کورنیو ته به دمرستې په توګه 10 لکه روپۍ ورکول کیږي.

هغه ویلي کوم کسان چې په سیلاب یا باران کې زیات ژوبل شوي هغوي ته به د دوؤ نه نیولې درې لکه روپۍ ورکول کیږي اؤ معمولي زخمیانو ته به 50 زره روپۍ ورکولی شي.

د مرستندویه ادارې ویاند وایي دچا دوؤ یا دوؤ نه د زیاتو کوټو کورونه چې بارانونو اؤ سیلابونو کې تباه شوي دي هغوي سره به دحکومت له لوري د دوؤ لکو روپو مرسته کیږي اؤ دیوې کوټې دکور خاوند ته به یو لک روپۍ د مرستې په توګه ورکول کیږي.

د پشکال په روانو بارانونو کې دخېبر پښتونخوا صوبې ترڅنګ پنجاب کې هم د ګڼ شمیر کسانو د مرګ ژوبلې رپورټونه مخې ته راغلي اؤ ددې ترڅنګ دې بارانونو په پنجاب،بلوچستان او سیند صوبو کې په پراخه پیمانه ولاړو فصلونو ته هم زیان اړولی دی.

پروسکال هم پاکستان کې دپشکال دبارانونو له امله راغلو سېلابونو په پراخه کچه تباهي خوره کړې وه اؤ د1500نه د زیاتو کسانو دمړینې ترڅنګ حکومت ویلي وؤ چې دغو سېلابونو ملک ته 33اربو ډالرو نه زیات زیانونه اړولي دي

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پښتونخوا کې د سېلابونو او بارانونو له امله څلورو ورځو کې 15 کسان مړه شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*