بامیان کې د لرغونو سیمو د بیارغونې او ساتنې لپاره ۱۲ پروژې پلي شوي

💬0

بامیان کې د لرغونو سیمو د بیارغونې او ساتنې لپاره ۱۲ پروژې پلي شوي

د بامیان د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، په تېرو پنځو کلونو کې د غلغلې، ککرک، ضحاک او کاروان سرای په لرغونو سیمو کې د تاریخي ابدو د بیارغونې او ساتنې ۱۲ پروژې پلې شوې دي.

دغه پروژې د ملګرو ملتونو د علمي، ښوونیز او کلتوري سازمان (یونسکو) او فیروزکوه بنسټ له لوري په هغو سیمو کې پلې شوي چې د ویجاړېدو له جدي ګواښ سره مخ وې.

د بامیان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر امر، ضیا محمد هاشمي و ویل: «تېرو پنځو کلونو کې موږ په تاریخي سیمو کې ډېر کار کړی او لا هم کار کوو. د تاریخي سیمو ویجاړې شوې برخې جوړوو، هلته مو پارکینګونه جوړ کړل، د ساتونکو لپاره مو هم د اوسېدو ځایونه جوړ کړي، څو د هغو سیمو ساتنه وکړي.»

بامیان کې د بودا سترې مجسمې او د ضحاک او غلغلې لرغونو ښارونو تر ټولو زیات د بهرنیو سېلانیانو پام ځان ته ور اړولی دی.

تازه له ایټالیا او جرمني د سېلانیانو یوه اته کسیزه ډله د غلغلې لرغوني ښار او بودا مجسمو د لیدنې په موخه راغلې ده.

دوی وایي، غواړي هغه څه چې د دې تاریخي میراثونو په اړه یې اوریدلي و، له نږدې حس او په خپلو سترګو یې و ویني.

ایټالوۍ سېلانۍ، لوچیا کریستیاني وایي: «موږ افغانستان ته سفر کړی، یوازې څو ورځې مخکې دلته راورسېدو. موږ دلته د دې هېواد د کلتور له امله راغلي یو. پوهیږئ، زموږ تر شا یو ښار دی او دا ډېره په زړه پورې ده چې د بامیان د بودا تاریخ او د ګندهارا د هنر د مکتب په اړه مالومات ترلاسه کړو.»

ایټالوي سېلاني، لوچیانو کالیفي و ویل: «موږ دلته بامیان ته تر ډېره د یوې ځانګړې موخې لپاره راغلي یو؛ د بودا مجسمو لپاره. د بامیان بودا په ټوله نړۍ کې مشهور دي، په ځانګړي ډول زموږ د ایټالویانو لپاره. موږ تر دې ځایه راغلي یو، څو هغه ځای ووینو چې پخوا به پکې د بودا مجسمې ولاړې وې. دا مجسمې په ټوله نړۍ کې مشهورې وې. که څه هم اوس نورې نشته، خو موږ هیله لرو چې د هغو لږ تر لږه د شتون کومه نښه دلته احساس کړو.»

ځینې کورني سېلانیان بیا د تاریخي ابدو بیارغونه او د سېلانیانو لپاره د اسانتیاوو برابرول د ګرځندویۍ صنعت د ودې لپاره اغېزناک ګام بولي او دې برخې ته په بشپړه پاملرنه ټینګار کوي.

د هرات اوسېدونکي، محمد رستم و ویل: «که مسوولین د تاریخي سیمو بیارغونې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او ویې رغوي، نو ښایي بامیان په راتلونکو پنځو کلونو کې د افغانستان لا مهم ولایت اوسي.»

د بامیان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شمېرو پر بنسټ، په دغه ولایت کې له ۳۰ زیاتې لرغونې سیمې، ۲۵ تفریحي او څلور مذهبي سیمې له دغه ریاست سره ثبت دي او د بیارغونې لپاره یې اوږدمهاله پروګرامونه تر کار لاندې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بامیان کې د لرغونو سیمو د بیارغونې او ساتنې لپاره ۱۲ پروژې پلي شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*