نړۍوال بانک: اقتصادي ودې د خلکو پر ژوند د پام وړ اغېز نه دی کړی

💬0

نړۍوال بانک: اقتصادي ودې د خلکو پر ژوند د پام وړ اغېز نه دی کړی

نړۍوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۴.۸ سلنې وده کړې؛ خو دې ودې د خلکو په ژوند کې د پام وړ بدلون نه دی رامنځته کړی.

د نړۍوال بانک د راپور پر بنسټ، د شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغان کډوالو راستنېدل او د نفوس چټک زیاتوالی د دې لامل شوی چې اقتصادي وده د ټولنې له رښتینو اړتیاو وروسته پاتې شي.

راپور کې راغلي چې د خلکو عاید کم شوی او د پېر ځواک یې هم د پخوا پرتله کمزوری شوی دی.

نړیوال بانک په خپل راپور کې ویلي: «د افغانستان اقتصاد له جدي ننګونو سره سره د مقاومت نښې ښيي؛ خو یوازې اقتصادي وده بسنه نه کوي. د میلیونونو افغانانو له راستنېدو او د نفوس له چټک زیاتوالي سره عاید کم شوی او بې وزلي زیاته شوې ده. د خصوصي سکټور د ظرفیتونو فعالول او مالي سرچینو ته د لاسرسي ښه کول، د کارموندنې او د خلکو د ژوند د ښه‌والي لپاره اساسي ګامونه دي.»

اقتصادي شنونکی، سیدمسعود وایي: «یو هیله‌ بښونکی ټکی دا دی چې نړۍوال بانک د افغانستان اقتصادي وده تر څلور سلنې لوړه ښيي، هغه څه چې پخوا لږ لیدل کېدل. دا په دې مانا ده چې د تولید کچه د تېر کال پرتله لوړه شوې ده.»

د نړۍوال بانک په راپور کې راغلي چې د کورنیو عوایدو له زیاتوالي سره سره، د بهرنیو مرستو کمښت د بنسټیزو پروژو پر پانګونې محدودیتونه رامنځته کړي دي. همداراز د برېښنا کمښت، بانکي خدمتونو ته محدود لاسرسی او د زیربناو کمزورتیا د خصوصي سکټور فعالیتونه له ستونزو سره مخ کړي دي.

نړۍوال بانک زیاته کړې: «کورني عواید په ۲۰۲۵ کال کې په څرګنده توګه ښه شوي او د ناخالص کورني تولید ۱۹.۸ سلنې ته رسېدلي، چې دا د مالیاتو راټولولو د بهیر د پیاوړتیا پایله بلل کیږي.»

اقتصادي شنونکي، شاکر یعقوبي و ویل: «تر هغو چې افغانستان له بانکي بندیزونو او مالي محدودیتونو سره مخ وي، له بهره به هېواد ته د پانګې لېږد له ستونزو سره مخ وي. پانګوال تر هر څه مخکې د پانګې د انتقال امکان ارزوي او دا موضوع لا هم محدوده ده.»

په ورته مهال یو شمېر اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې پر وارداتو د افغانستان د اقتصاد ډېره تکیه او د بهرنیو مرستو کمښت، د دوامدار اقتصادي ودې پر وړاندې له اساسي ننګونو دي.

د اقتصادي چارو شنونکي، حسیب‌الله محب‌زاده و ویل: «د افغانستان اقتصاد پخوا هم پر بهرنیو مرستو او وارداتي توکو متکي و او دا وضعیت کولای شي د کورنیو د پېر پر ځواک او د هېواد پر اقتصادي ودې منفي اغېز وکړي.»

اسلامي امارت تر اوسه دې راپور ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې مخکې یې ویلي و چې د اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره یې پر ځینو بنسټیزو پروژو کار پیل کړی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "نړۍوال بانک: اقتصادي ودې د خلکو پر ژوند د پام وړ اغېز نه دی کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*