بدخشان کې د طالبانو په یو پوځي مرکز کې چاودنه شوې

د افغانستان په بدخشان ولایت کې یو حکومتي چارواکي د سه شنبې په ورځ مارچ پنځمه (کب ۱۵) وویل، چې د دغه ولایت په مرکز فیض اباد کې د طالبانو په یو پوځي مرکز کې چاودنه شوې ده.

د فرانس پرس د راپور په اساس، یو طالب چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط تائید کړې چې د فیض اباد د هوايي ډګر ترڅنګ قرارګاه کې چاودنه شوې خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

یو شمېر ځايي اوسېدونکو ویلي، چې د پیښې د ځای تر دوه کیلومترۍ پورې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

دا نده څرګنده چې په پېښه کې مرګ ژوبله اوښتې ده که نه. امنیتي کسانو د پېښې ځای کلابند کړی دی.

دغه پوځي مرکز د فیض اباد د کوچني هوايي ډګر تر څنګ پروت دی چې دا مهال پکې د سوداګریزو هوایی شرکتونو له خوا خدمات نه وړاندې کیږي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د بدخشان ولایت په مرکز کې د طالبانو په لوړ پوړو چارواکو څو بریدونه شوي دي.

ددغه ولایت دپاره د طالبانو مرستیال والي مولوي نثار احمد احمدي د جون په میاشت کې په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو. دوه ورځې وروسته د نوموړي د فاتحې په مراسمو کې په چاودنه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ له ودانۍ ته څېرمه په یو موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدنکو توکو د چاودنې له امله د دغه ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندان مولوي عبدالحق ابوعمر په ګډون درې کسان ووژل شول او دوه تنه نور ټپیان شول.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بدخشان کې د طالبانو په یو پوځي مرکز کې چاودنه شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*