بغلان کې سېلابونه؛ څو کلیو کې یې درانه مالي زیانونه اړولي

بغلان

په بغلان ولایت کې سېلابونو لسګونه کورونه نړولي دي.

په بغلان ولایت کې د طالبانو حکومت سیمه ییز چارواکي وايي چې د پنجشنبې په ورځ ماسپښین ۱ بجه په دهنه غوري ولسوالۍ کې سېلابونه راغلي چې خلکو ته یې ډېر مالي زیانونه اړولي دي.

په بغلان کې د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس هدایت الله همدرد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

“زموږ د خلکو راپور دا دی چې موږ کور په کور لاړو او کلي مو وکتل، ۳۸ کورنۍ وې، مالي زیانونه ور اوښتي وو، خو ځاني زيان نه و اوښتى، د دوی کورونه په بشپړه توګه یا نسبي ډول ویجاړ شوي او مالونو ته هم په کې زیان نه دی رسېدلی. خو ځينې ځمکې یې زیانمنې کړي چې موږ سره یې اندازه نشته.”

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د سېلابونو له امله تر سلو زیات کورونه زیانمن شوي دي.

د افغانستان په نقشه کې بغلان ولایت
د افغانستان په نقشه کې بغلان ولایت

په همدې حال کې د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ د زیر قلعه کلي اوسېدونکي عبدالجمیل ازادي راډيو ته وویل چې د پنجشنبې په شپه سېلاب د ژمي لپاره د ده ټول خوراکي مواد او سون توکي له منځه وړي دي.

دی وايي:

“سېلاب زمونږ ټوله هستي ځان سره یوړه، دېوالونه ونړېدل، زموږ غله، اوړه، تېل د ژمې لپاره سکاره، وریجې او غوړي ټول يې تر خاورو لاندې کړل، يوه موسسه راغله خو هېڅ يې و نه کړل، موږ دا دوه شپې په دښته کې پراته يوو .”

د عبدالجميل په وينا، تر اوسه له دوى سره کومې ادارې مرسته نه ده کړې، خو د بغلان ولايت لپاره د طالبانو حکومت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئيس هدايت الله همدرد ازادي راډيو ته وويل، لومړنۍ مرستې چې خېمې، ترپالونه، کمپلې او خوراکي توکي پکې شامل دي، سبلاب ځپلو ته رسېدلي دي.

له څو میاشتو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سېلابونو درانه زیانونه اړولي
له څو میاشتو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سېلابونو درانه زیانونه اړولي

په ورته وخت کې د بغلان ولایت د ولسي شورا مشر محمد حسین ازادي راډيو ته وویل چې دغه سېلابونه د دهنه غوري ولسوالۍ په پنځو کلیو کې راوتلي او ډېر زیانونه یې اړولي دي.

حسین وویل:

“دغه سېلابونه دهنه غوري، لخشک کلي، سياد، زېر قلعه کلي، تاجکان کلي، چشمه جنګان کې چې ډېر ویجاړ شوي، راوتلي دي، مرګ ژوبله نه لري، خو کورونو ته زیان اوښتی دی.”

د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په سالنګ او ۱۸ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د احتمال خبر ورکړی و.

د دغه رياست په اعلاميه کې ويل شوي وو چې په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، جوزجان، فارياب، بادغيس، غور، سرپل، سمنګان، بغلان، پنجشېر، پروان، ميدان وردګو، غزني، باميان، دايکنډي. هرات او سالنګ کې نسبتاً د سختو بارانونو او سیلابونو وړاندوېنه شوې ده.

د دې ادارې د هغې اعلاميې له مخې چې پر خپله اېکس پاڼه يې خپره کړې، په ځينو ولايتونو کې له ١٠ تر ٣٥ ملي مترو پورې د اورښت امکان شته.

د بغلان په دهنه غوري ولسوالۍ کې د سېلابونو د راتلو پېښې په داسې حال کې کېږي چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې هرات ولايت د څو خونړيو زلزلو او له هغې وروسته د زلزلو د ټکانونو شاهد و.

په دې زلزله کې تر ۱۵۰۰ ډېر کسان مړه او تر ۲ زرو ډېر ټپیان شوي وو.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر (اوچا) د تازه شمېرو له مخې، د دغو زلزلو په پایله کې شاوخوا ۴۸ زره کورونه زیانمن شوي چې له دې شمېر لس زره کورونه په بشپړ ډول نړېدلي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بغلان کې سېلابونه؛ څو کلیو کې یې درانه مالي زیانونه اړولي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*