بهر کې مېشتو افغانانو اختر کړی، افغانستان کې هم مبارکۍ شته خو “رسمي” اختر دوشنبه دی

بهر کې مېشتو افغانانو اختر کړی، افغانستان کې هم مبارکۍ شته خو “رسمي” اختر دوشنبه دی

په سعودي عرب او ګڼو نورو هېوادونو کې مسلمانان نن د لوی اختر چې د قربانۍ اختر یې هم بولي، لومړۍ ورځ لمانځي.

په افغانستان کې بیا دا ځل دا ورځ په کمساري ډول اختلافي ده.

طالبانو اعلان کړی چې د سپوږمیز کلیز له مخې یې د ذې الحجې میاشت له سعودي عرب یوه ورځ وروسته لېدلې ځکه نو د دوی په حساب ‘نن عرفات او سبا دوشنبه به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.’

دغې پرېکړې په ښکاره افغانان هم سره ویشلي، له نظري پلوه ور ها خوا په بهر کې مېشت افغانان د نورې نړۍ له مسلمانانو سره په ګډه د اختر لمونځونه کوي او نن د لوی اختر لومړۍ ورځ لمانځي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند یوې اړوندې سرچينې بي بي سي ته ویلي، چې د شمشتو د کډوالو په کمپ کې هم د اختر لمونځ شوی دی.

د یادونې ده چې حزب اسلامي پېښور کې د افغان کډوالو په دغه کمپ کې د پخواني شوروي اتحاد پر مهال د جهاد له کلونو راهیسې ګڼ ملاتړي لري.

د دغه ګوند پر اېکس/ټوېټر خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې ګڼ شمېر خلک دغلته جومات ته ورټول شوي‌ دي.

په افغانستان کې دننه له کومې سیمې په دغه بڼه د اختر د لمانځه رپوټونه نه دي ورکول شوي.

د طالبانو حکومت د اټکل خلاف د عرفې ورځ له سعودي‌ عرب سره یو ځای اعلان نه کړه.

د طالبانو د سترې محکمې ویاند ‌بي‌‌‌بي‌سي ته ویلي، قرباني هم نن (یکشنبه) نه کېږي.‌

له افغانستانه بهر د کډوالو له ډېریدو سره په ډېرو هېوادونو کې اوس افغانان د اختر لمونځونو لپاره جلا ځایونه مشخصوي او یا یې لویو پارکونو کې کوي.

اختر
د عکس تشریح،د اختر لمونځ

په څو مسلمانو هېوادونو کې اختر دی؟

د رپوټونو پر بنسټ د اسلامي همکاریو د غړو هېوادونو په ۴۷ اسلامي هېوادونو کې نن د لوی اختر لومړۍ ورځ ده، د افغانستان تر څنک په پاکستان او ایران کې هم نن اختر نه دی او سبا (دوشنبه) به اختر وي.

له افغانستان رپوټونه وايي چې نن هم د سودا په موخه بازارونه خلاص دي خو لکه د پرون هومره ګڼه ګوڼه نشته.

مالداره خلک او هغه چې لا یې د قربانۍ څاروی نه دی اخیستی، هڅه کوي چې نن خپلې قربانۍ بشپړې کړي او هغه چې لا یې هم اختریزې سوداوې نه دي اخیستي په سوداوو پسې دي.

پېښور او د پښتونستان ځينو سیمو کې هم نن اختر دی.

افغانستان کې د طالبانو له حکمه سر غړونه په درنه بیه تمامېدی شي، ځکه نو څوک په رسمي ډول د اختر نمانځلو، اختر لمونځ کولو او یا قربانۍ حلالولو ډېر جرات نشي کولی.

پېښور کې بیا سره له دې چې دولت د اختر ورځ سبا (دوشنبه) اعلان کړې ځای ځای د اختر لمونځونه شوي او ځینو خلکو قربانۍ هم کړي.

بورډ بازار سره د هزار بوز جامع جومات یو له هغو ځایونو و چې زرګونو خلکو پکې نن د اختر لمونځ وکړ.

د دې تر څنګ شمشتو کمپ، خټکو پول او ځای ځای نورو ځایونو کې هم خلکو اختر کړی چې ډېری یې افغان کډوال دي.

اختر سبا دی خو مبارکۍ یې نن

پاکستان
د عکس تشریح،پېښور کې نن یکشنبه د لوی اختر لمونځ

په داسې حال کې چې افغانستان او پاکستان کې رسمي اختر سبا خو نوره ډېره نړۍ کې مسلمانان نن اختر نمانځي، ټولنیزې رسنیو کې بیا نن ګډه اختر او مبارکي ده.

په افغانستان کې مېشتو افغانانو هم نن په ټولنیزو رسنیو د اختر مبارکۍ او نېکې هیلې خپرې کړي او طبیعي ده چې په پردېس کې له خپلو خپلوانو سره به هم نن د زړه خواله او مبارکۍ کوي.

د دوی تر څنګ حج ته تللي کسان هم که د هر ځای دي پرون یې عرفه او نن یې د اختر لومړۍ ورځ ده.

حج ته تللي کسان پرون د عرفات غونډۍ ته وختل بیا یې نن شپه په مزدلفه کې تېره کړه او نن هم د حج وروستي مناسک پر ځای کوي.

منبع

1 Comment on "بهر کې مېشتو افغانانو اختر کړی، افغانستان کې هم مبارکۍ شته خو “رسمي” اختر دوشنبه دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*