لوی اختر؛ یو شمېر افغانان: د څارويو بیې ټيټې شوي او بازارونه پیکه دي

د لوی اختر په رارسېدو یو شمېر څاروي پلورونکي د بازار له نشتوالي او د بیو له ټیټوالي شکایت کوي.

نادر د غواګانو او پسونو پلورونکی دی، چې خپل څاروي یې له دایکندي کابل ته د پلور لپاره راوستي دي.

خو نادر د مناسب بازار له نشتوالي شکايت کوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: “د زورواکو له‌خوا هر ځای نیول شوی، موږ څلور بېچاره‌ګان دلته دومره ځای کې پاتې یوو، هیڅوک یې له ډاره خبرې نه شي کولی، پرته له دې چې دا شیان سم کړي، موږ څه نه شو ویلای. هغه پسونه چې تېر کال څوارلس زره او پنځلس زره وو، سږ کال لس زره او دولس دي، بازار نه شته، بازارونه ګډوډ دي.”

خو د کابل مال منډوي کې یو بل پلورونکي حاجي منشي ازادي راډيو ته وویل، چې د تېرو کلونو په پرتله یې بیې مناسبې دي، خو خلک یې د پېرلو توان نه لري.

نوموړی وایي: “امنیت ښه دی، بازار ښه دی، خو د خلکو اقتصاد یو څه کمزوری دی. خلک غریب او کمزوري دي، دلته د څارویو لیدو ته راځي، بیه یې له ۳۵ تر ۸۵ او یو لک پورې ده، هر څوک یې اخلي، خو خلک وزګار دي.”

بل‌خوا پېرېدونکي د تېر کال په پرتله د بیو له لوړوالي شکایت کوي.

یو له دوی څخه اکرم ازادي راډيو ته وویل، چې په اختر کې یې د قربانۍ پرېکړه کړې وه، خو د څارویو د بیو لوړوالي له امله یې پرېښوده.

هغه وويل: “د تېر کال په پرتله سږ کال بیه ډېره بدله شوې، د تېر کال په پرتله لس زره توپیر لري. زه یې نه شم اخیستی، دوی ډېر لوړ نرخونه ایښي.”

په نیمروز ولایت کې د بازار د نشتوالي له امله پېرېدونکي او پلورونکي دواړه اندېښمن دي.

د نیمروز ښار د څارویو په یوه مېله کې یو تن پلورونکي خالد ازادي راډيو ته وویل، سږ کال څوک د غواګانو او پسونو اخیستلو ته نه دي راغلي.

نوموړی وايي: “اوس اوبه نه شته، دلته قیمتي ده، هر څه په همدې حساب کړئ. د بېلګې په توګه موږ د اوبو یو ټانکر په ۲۰۰ افغانۍ اخلو، موږ یې واښه په ۱۰۰ افغانۍ اخلو، پوهېږو چې یو پنډ یې په ۴۰۰ افغانۍ دی. سږ کال هیڅوک هم نه راځي چې پوښتنه وکړي چې نرخونه څو دي؟”

کریم چې یوازې د نیمروز د څارویو بازار ته د پېرلو لپاره راغلی و، ازادي راډیو ته وویل، چې د هغو څارویو بیه چې تېر کال ارزانه وه، سږ کال هغه هم لوړه شوې ده.

هغه وایي: “هر کال چې به زه دلته راغلم، دلته به ځای نه و، موټرونه او خلک به ولاړ وو، کله چې راغلم له حاجي صیب سره مې لانجه کوله، ځکه د هغه ارزانه مالونه چې تېر کال اته یا نهه زره افغانۍ وو، ۱۰، ۱۱ شوي او سږ کال ۱۲ زره افغانۍ دي.”

د بې‌کارۍ زیاتوالی، فقر او اقتصادي کړکېچ هغه لاملونه دي، چې سږ کال یې د خلکو د پېرېدلو ځواک له راغورځولی او ځینو کورنیو ازادي راډیو ته وویل، چې سږ کال د اختر لپاره د چمتووالي پر ځای د یو څه ډوډۍ پیدا کولو فکر کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "لوی اختر؛ یو شمېر افغانان: د څارويو بیې ټيټې شوي او بازارونه پیکه دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*