په کابل کې د سړو موسم له را نږدې کېدو سره د هوا ککړتیا زیاته شوې

💬0

په کابل کې د سړو موسم له را نږدې کېدو سره د هوا ککړتیا زیاته شوې

د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره په کابل کې د هوا ککړتیا هم زیاته شوې ده.

د کابل اوسېدونکي وايي، په وروستیو ورځو کې د هوا کیفیت د پام وړ خراب شوی او د ښاریانو پر روغتیا یې د ناوړه اغېزو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د کابل اوسېدونکي مصطفی ویلي: «هر کال د ژمي په موسم کې هوا په رښتیا ډېره ککړېږي. زه له پنځو کلونو راهیسې له کوره بهر کار کوم او د ښار په بېلابېلو برخو کې روغتیايي وسایل پلورم. له دې وروسته ورځ تر بلې د هوا ککړتیا زیاتېږي.»

د کابل بل اوسېدونکي محمدعارف زیاته کړې: «حکومت دې هڅه وکړي چې د برېښنا او ګاز په څېر ارزانه او بدیل سون‌توکي برابر کړي؛ ځکه د ډبرو سکاره او نور بې‌کیفیته سون‌توکي خامخا لوګي تولیدوي.»

په همدې حال کې، د هوا کیفیت د څار نړیوالو بنسټونو هم د کابل په هوا کې د اصلي ککړوونکو ذرو غلظت په هر متر مکعب کې ۲۴ مایکروګرامه ښودلی دی؛ دا کچه د کوچنیو معلقو ذرو لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له کلني ټاکل شوي لارښود حد څخه نږدې ۴.۸ برابره لوړه ده.

دغو بنسټونو په راتلونکو ورځو کې د هوا د ککړتیا د لا زیاتېدو اټکل کړی او حساسو ډلو، په ځانګړې توګه ماشومانو، زړو کسانو او د تنفسي ناروغیو لرونکو کسانو ته یې د ماسک کارولو او له کوره بهر د فعالیتونو د کمولو سپارښتنه کړې ده.

له دې سره، د عامې روغتیا وزارت د چاپېریالي روغتیا ریاست وايي چې د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې او کابل ښاروالۍ سره په همغږۍ هڅه کوي چې په راتلونکي ژمي کې د هوا ککړتیا راکمه کړي.

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریالي روغتیا ریاست مسوول عزیز ذکي ویلي: «له کابل ښاروالۍ، د ټرافیکو له عمومي ریاست او د چاپېریال ساتنې له ادارې سره په همغږۍ هڅه کوو چې په اوږدمهال کې د ګاز او برېښنا په څېر بدیل سون‌توکي برابر شي. په لنډمهال کې هم پر لوړپوړو ودانیو د لوګیو د فلټرونو نصب، د زړو موټرو ټولول او د فابریکو څارنه په پلان کې لرو.»

د ژمي په موسم کې د هوا د ککړتیا زیاتوالی د افغانستان د لویو ښارونو، په ځانګړې توګه کابل، له پخوانیو ستونزو څخه ګڼل کېږي.

د فوسیلي سون‌توکو، په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو او بې‌کیفیته سون‌توکو کارول، د موټرو لوګي، صنعتي فعالیتونه او د تودوخې د معیاري سیستمونو نشتوالی د دې ستونزې د زیاتېدو له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په کابل کې د سړو موسم له را نږدې کېدو سره د هوا ککړتیا زیاته شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*