تاجیکستان کې د سختو بارانونو له کبله ۱۳ کسان مړه شوي

په تاجیکستان کې د یکشنبې د روځې د سختو بارانونو له کبله د ځمکې ښویېدو په پېښو کې د لږ تر لږه ۱۳ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

د تاجیکستان د بیړنیو حالاتو وزارت وویل، دا پیښې پلازمینې دوشنبې ته څېرمه رامنځته شوي دي.

د ولسمشر امام علي رحمان دفتر د دوشنبې په ورځ اګست ۲۸ (وږي شپږمه) په یوه خبرپاڼه کې وویل: “د سختو بارانونو وروسته پرون یو طبیعي ناورین رامنځ ته شو چې له امله یې ۱۳ کسان مړه شول، چې ۱۱ یې په وحدت او دوه په رودکي ولسوالۍ کې وو.”

د بیړنیو حالاتو وزارت خبرداری ورکړی چې د ځمکې ښویېدنې د نورو پېښو رامنځته کېدو خطر “زیات دی.”

د تاجیکستان په ورزوب ولسوالۍ کې د پایتخت دوشنبي او خجند ترمنځ په سړک د ځمکې ښویېدو یو شمېر موټرونه لاندې کړي.

تاجیکستان، چې په منځنۍ اسیا کې د پخواني شوروي تر ټولو بې وزله هېواد دی، د طبیعي پېښو له خطر سره مخامخ دی.

د فبرورۍ په میاشت کې، د افغانستان پولې ته څېرمه په ګورنو بدخشان غرنۍ سیمه کې د واورې او ځمکې ښویېدو لسګونه پېښې رامنځته شوي وې.

په تاجیکستان کې د یکشنبې د روځې د سختو بارانونو له کبله د ځمکې ښویېدو په پېښو کې د لږ تر لږه ۱۳ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

د تاجیکستان د بیړنیو حالاتو وزارت وویل، دا پیښې پلازمینې دوشنبې ته څېرمه رامنځته شوي دي.

د ولسمشر امام علي رحمان دفتر د دوشنبې په ورځ اګست ۲۸ (وږي شپږمه) په یوه خبرپاڼه کې وویل: “د سختو بارانونو وروسته پرون یو طبیعي ناورین رامنځ ته شو چې له امله یې ۱۳ کسان مړه شول، چې ۱۱ یې په وحدت او دوه په رودکي ولسوالۍ کې وو.”

د بیړنیو حالاتو وزارت خبرداری ورکړی چې د ځمکې ښویېدنې د نورو پېښو رامنځته کېدو خطر “زیات دی.”

منبع

لومړی نظر وکړئ on "تاجیکستان کې د سختو بارانونو له کبله ۱۳ کسان مړه شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*