
تازه درجهبندي؛ پنځه افغان لوبغاړي د نړۍ د غوره لسو په نوملړ کې راغلي
د یو ورځنیو لوبو د توپاچوونکو په درجهبندۍ کې راشد خان د ۶۸۲ امتیازونو په لرلو سره د نړۍ په کچه په لومړي مقام کې پاتې شوی دی.
راشد خان د شل اوریزو لوبو د توپاچوونکو په درجهبندۍ کې هم د ۷۵۳ امتیازونو په لرلو سره د نړۍ لومړی مقام خپل کړی، په داسې حال کې چې مجیب الرحمن په همدې نوملړ کې د ۶۶۳ امتیازونو په لرلو سره اتم ځای لري.
د یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو په درجهبندۍ کې عظمتالله عمرزی د ۳۱۶ امتیازونو په لرلو سره د نړۍ لومړی مقام ساتلی، محمد نبي د ۲۵۸ امتیازونو سره درېیم ځای ته پورته شوی او راشد خان د ۲۲۰ امتیازونو په لرلو سره اتم مقام لري.
د شل اوریزو لوبو د الراونډرانو په درجهبندۍ کې عظمتالله عمرزی د ۲۴۱ امتیازونو سره اووم او محمد نبي د ۲۰۹ امتیازونو سره اتم مقام خپل کړی دی.
بل لور ته، د یو ورځنیو لوبو د توپوهونکو په درجهبندۍ کې ابراهیم ځدراڼ د ۷۱۲ امتیازونو په لرلو سره پنځم مقام ساتلی او د نړۍ د غوره توپوهونکو په ډله کې ځای لري.
د ICC تازه درجهبندي ښيي چې افغان لوبغاړي د توپاچونې، توپوهونې او الراونډرانو په توګه لا هم د نړۍ د مخکښو لوبغاړو په ډله کې دي او د افغانستان کرېکټ ته یې نړۍوال اعتبار لا پیاوړی کړی دی.
لومړی نظر وکړئ on "تازه درجهبندي؛ پنځه افغان لوبغاړي د نړۍ د غوره لسو په نوملړ کې راغلي"