تام ویست د حامد کرزي سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر د جمعې په ورځ سپتمبر ۱۵ (وږي ۲۴) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړي د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې کړي دي.

په خبرپاڼې کې ویل شوي چې «په دغو خبرو کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په باب هم خبرې وشوې او افغان کروندګرو ته د اوبو لګولو په برخه کې اړینې مرستې او مناسب بدیل معیشت مهم وګڼل شول.»

د ښاغلي کرزي دفتر همداشان ویلي چې پدغو خبرو کې د افغانستان د اقتصادي ودې او روښانه راتلونکې لپاره د نجونو او هلکانو د تعلیم پر ارزښت ټینګار وشو.

دا پداسې حال کې دي چې پدې وروستیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې طالبانو د حامد کرزي سره په کتنو او بهر ته د هغه په سفر کولو بندیزونه لګولي دي. طالبانو په رسمي ډول پدې هکله څه ندي ویلي خو څه موده وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د طلوع تلویزیون سره په خبرو کې ویلي وو چې د بهرنیانو او افغانانو سره د ښاغلي کرزي د ملاقاتونو په اړه «ځنې ملاحظات» شته، خو «په عمومي توګه د هغه پر لیدنو محدودیت نشته.»

ویست پداسې حال کې د کرزي سره خبرې کړي چې تیره اونۍ یې په واشنګټن کې په یو څیړنیز بحث کې ویلي وو چې افغانستان دا مهال د اقتصادي بحران او له بشري حقونو د سرغړونو په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی، خو په دغه هېواد کې د امریکا تر ټولو لویه اندېښنه د داعش د خراسان څانګې شتون او فعالیت دی.

ښاغلي ویسټ د سپټمبر په ۱۲ (وږي ۲۱) په واشنګټن ډي سي کې د سټیسمن په څیړنیز مرکز کې د افغانستان په اړه د متحده ایالاتو د پالیسۍ په یو بحث کې په افغانستان کې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال راپدیخوا د داعش-خراسان څانګې پر ضد د طالبانو مبارزه بریالۍ وګڼله او وویل چې پدې مودې کې د داعش ډلې لږ تر لږه اته مهم غړي وژل شوي چې په نورو هیوادونو کې د بریدونو کولو په پلان جوړولو کې یې لاس درلود.

د ښاغلي کرزي د دفتر د خبر پاڼې له مخې پخواني ولسمشر حامد کرزي د توماس ویست سره په دې خبرو کې د امریکا له متحده ایالاتو غوښتي چې افغان ځوانانو ته د تحصیل د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.

همداشان ویل شوي چې په دغو خبرو کې په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره بین‌الافغاني تفاهم اړین وبلل شو او هیله څرګنده شوه چې یاد تفاهم ته ژر تر ژره زمینه برابره شي.

پدې خبرو کې حامد کرزي له افغانستان سره د امریکا د متحده ایالاتو له بشردوستانه مرستو مننه کړې او د یادو مرستو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

ویست تېره اونۍ په افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت “بوږنوونکی” وباله او زیاته یې کړه چې متحده ایالات د خپلو شریکانو سره په ګډه کار کوي چې د اقتصادي سقوط مخه ونیسي.

د ټام ویسټ په وینا، متحده ایالاتو په تیرو شاوخوا دوو کالونو کې د افغانستان سره څه باندې ۱.۹ میلیارد ډالرو په ارزښت بشري مرستې کړي. خو هغه زیاته کړه چې د طالبانو د پالیسیو له کبله په افغانستان کې د بشري مرستندویه ادارو فعالیتونه مشکل شویدي.

دې جګپوړي امریکایي دپلومات وویل چې په افغانستان کې ۹۷ په سلو کې خلک په نیستۍ کې ژوند کوي او څه باندې ۲۹ میلیونه یې د ژوندي پاتي کیدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

سره له دې چې ښاغلي ویسټ وویل د نړیوال بانک ارقامو له مخې په افغانستان کې په تیرو څو کې کلونو کې صادرات ډیر شوي، پولي واحد ثابت شوی او انفلاسیون کم شوی، خو هغه زیاته کړه چې ددې پرمختګونو ګټه عامو افغانانو ته نده رسیدلې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "تام ویست د حامد کرزي سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*