تام ویسټ: امریکا د تروریزم په ضد د پاکستان ترڅنګ ولاړه ده

افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي تامس ویسټ پاکستان ته د خپل سفر په پای کې دغه هیواد سره د تروریزم پر وړاندې په مبارزه کې د امریکا په همکارۍ ټینګار کړی دی.

تامس ویسټ د شنبې د ورځې ناوخته د ډسمبر نهمه ( لیندۍ ۱۸) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې اسلام اباد ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې یې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر په ګډون یو شمیر لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره د افغانستان او سیمې په مسلو خبرې کړي دي.

هغه پاکستاني چارواکو سره د تحریک طالبان پاکستان له خوا پاکستان ته د ورپیښو امنیتي ننګونو په اړه خپلې خبرې مهمې ګڼلي او زیاته کړې ده چې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو په تړاو یې هم پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي دي.

تام ویسټ لیکلي: “د امریکا متحده ایالات په سیمه کې د تروریزم په وړاندې د پاکستان په څنګ کې درېږي. مونږ د کډوالو څخه د ملاتړپه ګډون د نړیوالو سازمانونو سره د همکارۍ او د انساني او شرافتمندانه چلند څخه مننه کوو.”

افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تحریک طالبان پاکستان د وسله والې ډلې پر خلاف د طالبانو د حکومت د نه اقدام له امله مایوسي څرګنده کړې ده.

د بهرنیو چارو وزات ویاندې ممتاز زهره بلوڅ د ډسمبر اول (لیندۍ لسم) اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل: “دا چې مونږ د افغان مقاماتو [طالبانو] څخه د کومو پایلو تمه لرله او هغه پایلې نه وینو، ډیر مایوسه شوي یو. مونږ باور لرو چې د خبرو چینلونه باید دوام وکړي او مونږ به ددغو تروریستي ‌ډلو پر واندې د اغیزناکو اقداماتو په برخه کې پر افغان مقاماتو باندې فشار راوړلو ته دوام ورکړو”.

پاکستاني چارواکو په دې وروستیو اونیو کې په پرله پسې ډول په دغه هیواد کې د امنیتي پیښو د زیاتیدو پړه په تحریک طالبان پاکستان ډلې اچولې او ویلي دي چې دا ډله په پاکستان کې ددغه هیواد په امنیتي ځواکونو بریدونه د افغانستان په خاوره کې پلان کوي.

د طالبانو حکومت د اسلام اباد دا ادعاوې ردې کړي او ویلي دي چې هیچا ته ددی اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد په خلاف وکاروي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې طالبانو په پاکستان کې د امنیت د ټینګیدو مسوولیت نلري او پاکستان نه باید د خپلو امنیتي ناکامیو پړه د طالبانو پر حکومت واچوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "تام ویسټ: امریکا د تروریزم په ضد د پاکستان ترڅنګ ولاړه ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*