د افغانستان پر ماشومانو او کوچنیانو باندې د تاوتریخوالي سونامي

تاوتریخوالي لکه تندر له بل ځای څخه نه را پریوزي، بلکې همدا ټولنه ده او همدا مشران دی چې له کوچنیانو او ماشومانو سره یې په پوهیدنه یا نه پوهیدنه کې، په رنگارنگ بڼو تر سره کوي.

*****

زموږ د ګلالیو ماشومانو او کوچنیانو سترګې او څیرې موږ ته وایي:

موږ د ژوند په هغه پړاو کې یو چې نه غواړو د خبرو اوریدو په ځای مو پر مخ څپیړې ولگیږي، موږ نه غواړو چې د مثبتو لوستونو او موزیک د اوریدو پر ځای د ټوپک او بمونو درزا واورو.

*****

د ماشوم د حقونو اړوند، که د افغانستان ټولنه، په ټول کې و ارزول شي، داسې باید وویل شي چې زموږ ټولنه د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د مځکې پر مخ د یوه ریښتیني دوزخ حیثیت لري.

زموږ په هیواد افغانستان کې، که پر ماشومانو او کوچنیانو باندې د روان تاوتریخوالي د مسألې د څیړولو په دایره کې دا پوښتنې مطرح شي چې:

ــ له ماشومانو او کوچنیانو سره تاو تریخوالی څه مانا،

ــ له ماشومانو او کوچنیانو سره کومو چلندونو ته تاوتریخوالی ویلای شو؟

دجون لومړۍ په نړۍ کې د ماشوم د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي، خو زموږ په هېواد کې نه یوازې دا چې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره څه نه دي شوي، بلکې په نویو راپورونو کې ویل شوي چې افغانستان د هغو شپاړسو هیوادونو په لست کې شته چې ماشومان په کې له ډیرو ستونزو سره مخ دي. د امریکا غږ په پښتو ویبپاڼه کې د یو راپور په ترڅ کې داسې راغلي دي:

«په افغانستان کې د سایف د چلډرن څانګه وايي افغانستان د نړۍ د هغو ۱۶ هیوادونو په ډله کې شامل دی، چې ماشومان په کې د ډیرو ستونزو سرمخامخ دي.»

ښايي د دولت د درې گونو قواوو ډیری غړي په  دې پوه نه شي. ځکه چې د یویشتمې پیړۍ په دې ۲۰۱۸ کال کې هم دغه ډله خلک ماشومانو او کوچنیانو ته د سلگونو کلونو وړاندې نظریاتو له کړکۍ نه گوري. اوس هم په ډیری کورنیو کې د دې جملې مفهوم د یو حاکم قانون په ډول حکومت کوي:

«ته ماشوم یې، غلی دې په ځای کینه!»

او که ماشومانو او کوچنیانو ته د نوي عصر د غوښتنو پر اساس، د نوې تکنالوژۍ په چوکاټ کې، په نوې بڼه وکتل شي او ارزښت ورکړل شي؛ نو زموږ په ټولنه کې دا کار ښايي دوه سلنه هم نه وي شوی.

څنگه چې مخکې عرض وشو اړوند مسؤلین ماشوم زرورنه هیڅ نه پیژني، او که یې پیژني هم، دوی یوازې د ماشومانو او کوچنیانو وهلو ټکولو ته ماشوم زورونه وايي؛ هغه هم ښايي په ټوله دولتي دستگاه کې داسې مرجع یا پته نه وي چې د ماشومانو وهل ټکول دې په کې ثبت شوي وي چې اوس یې کوم څیړونکي د ولې؟ او څرنگوالي په باب څیړنه وکړي.

تر ټولو جالبه او دردونکې خبره بیا دا ده چې د ماشوم زورونې په دایره کې د ماشوم زورونې هر ډول چې پر ماشوم باندې تطبیق شي، ډیر ځلې هغه د ځانگړو باورونو یا «شرم» تر پردې لاندې پټیږي، دا چې ماشوم ته ضرر رسونه څومره د هغه پر جسم او روان باندې اوسمهالې او یا اوږده منفي اغیز پریستی شي، هغه بیا دوی یا هیڅ نه پرې پوهیږي او که پوهیږي هم، په یو ډول نه یو ډول تیښته ورنه کوي.

هر چیرې او هر کله چې له ماشومانو او کوچنیانو سره د چلن موضوع یا د تاوتریخوالي موضوع مطرح کیږي؛ په نړیواله کچه د ماشوم زورونې هماغه یو منل شوی تعریف په نظر کې نیول کیږي چې:

«ماشوم یا کوچني ته هر ډول ضرر رسول، د میندو پلرونو یا ماشوم – کوچني ساتونکو له لوري هر ډول عمدي یا غیر عمدي نه پاملرنه چې د ماشوم – کوچني بدن سلامتیا ته، د هغه  روان یا نیکمرغۍ ته، د هغه آسودگۍ او گټو ته تاوان ورسوي؛ ماشوم زورونه گڼل کیږي.»

په ډیرو ټولنو کې داسې کیږي چې ماشومان ـ کوچنیان، له پیدایښت سره سم، د میندو پلرونو د جنسیت، مذهب، قوم او ځینو نورو دلایلو له مخې؛ له تاوتریخوالي سره مخ کیـږي، له بده شامته چې دا خبره زموږ په وطن کې ډیره عامه ده. ماشومان ـ کوچنیان به هیڅ پر ځان خبر نه وي، خو له زورزیاتي سره مخ وي، هغه هم په داسې افراط سره چې بیا د متضرر ماشوم درملنه په ټول ژوند کې هم نه کیږي او له هغه نه رازیږدیدلې ستونزې لکه ساري ناروغي پرگردې ټولنې باندې منفي سیوری غوړوي.

که څوک غواړي چې د افغانستان د ماشومانو او کوچنیانو زورونه او له هغو سره روان تاوتریخوالي وپیژنی او د مخنیوي هڅه یې وکړي؛ تر ټولو مخکې باید د دغو ستونزو او تاوتریخوالي د رامنځته کیدو عوامل وپیژني او د هغو سټه وچه کړي، د ماشومانو ـ کوچنیانو ارزښت ټولنې او خلکو ته وروپیژني او د مدرنې او سالمې ښونې روزنې له پاره یې فکر وکړي.

نور بیا

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان پر ماشومانو او کوچنیانو باندې د تاوتریخوالي سونامي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*