ترکیه او سوریه: د زلزلو د قربانيانو شمیر۴۲۰۰ کسانو ته رسېدلی

ترکیه او سوریه: د زلزلو د قربانيانو شمیر۴۲۰۰ کسانو ته رسېدلی
ترکیه او سوریه: د زلزلو د قربانيانو شمیر۴۲۰۰ کسانو ته رسېدلی

د وروستیو شمېرو له مخې په ترکیه او سوریه کې د زلزلو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۴۲۰۰ ته رسېدلی دی. د سې شنبې په ورځ يوې بلي زلزلې د ترکې مرکز وړلزاوه. چین ترکیې ته د پنځه نیم ميلیونه یورو بیړنۍ مرستې وړانديز کړی دی.

د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د فبرورۍ ۷) د ترکیې مرکزي برخه يوې بلي زلزلې ولړزاوه. دا د دوشنبې ورځې په سهار د ریښتر په کچه د ۷،۸ زلزلې وروسته دویمه زلزله ده چې د ترکیې او سوریې پراخې سیمې یې ولړزولې.

د مرستې رسونې بنسټ آفاد تر سې شنبې ورځي پوري په ترکیه کې مجموعاً  ۲۴۳ لړزې ثبت کړې دي.

د وروستیو شمېرو له مخې په دوو هيوادونو ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د وژل شویو شمېر ۴۲۰۰ کسانو ته رسېدلی دی. د ترکیې انادولو خبري آژانس د رپوټ له مخې، په ترکیه کې د وژل شویو شمېر ۲۸۲۱ او د ټپیانو شمېر ۱۵ زرو او ۸۳۴ کسانو ته رسېدلی دی.

د سوریې د روغتیا وزارت او د سپین خوليو مرستندویه موسسې د راپور له مخې، د دوشنبې تر ناوخته ماښامه پورې په دغه هېواد کې د زلزلې له امله د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۳۰۰ څخه اوښتی دی.

د نړۍ یو شمېر هيوادونو له زلزله ځپلو سره د مرستې له پاره چمتووالی اعلان کړی دی. د چین حکومت په سمدستي بیړنۍ توګه ترکیې ته د پنځه نیم میلیونه يورو مرستې وړاندیز کړی دی.

د CCTV تلویزیوني شبکې د چین د سره صلیب له قوله ویلي دي چې تر اوسه یې له دواړو هيوادونو ترکیې او سوریې سره ۱۸۵ زره يورو مرسته کړې ده.

یونان له ترکیې سره پر ترینګلو اړیکو سربېره د دوشنبې په ورځ زلزله ځپلو سیمو ته د پلټونکو سپیو سره د مرستو یوه ډله ولیږله.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ زلزله ځپلو سیمو ته د بیړنۍ برېښنا برابرولو جنراتونو، خیمو او کمپلو د لیږلو اعلان وکړ. د نانسي فریز په وینا د دغه هيواد (THW) د مرستو ادارې له لورې د اوبو رسولو تجهیزات او بیړني استوګن ځایونه هم چمتو دي.

د اروپايي اتحادیې هیوادونه د مرستې چمتو کولو له پاره په خپل منځ کې همغږي کوي. تر اوسه بريتانيا، هند، پاکستان، فنلنډ، سويډن، روسيې، اوکراين او امريکا زلزله ځپلو سيمو ته خپلې مرستې لېږلې دي. د امریکا ولسمشر جو بایدن په شخصي توګه د رجب طیب اردوغان د ملاتړ ژمنه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ د اعلامیې له مخې، بایدن د دوشنبې په ورځ په یوه تلیفوني اړیکه کې اردوغان ته ډاډ ورکړی دی چې متحده ایالات به ترکیې ته “له دې کړکیچ څخه د خلاصون” له پاره “هر ډول اړین ملاتړ” چمتو کړي.

امریکا متحده ایالتو ترکیې ته ځانګړي ټیمونه استولي دي چې له خاورو د ایستلو او ژغورنې عملیات وکړي.

په لویه کچه ویجاړۍ

د زیان او ویجاړیو کچه خوار لویه ده او په زلزله ځپلو سیمو کې د هوا درجه تر صفر کښته ده. ډیرو خلکو ویلي دي چې د طوفان د احتمال له امله او د زلزلې له ویرې کورونه ته نه داخلیږي. د مرستې رسونې یوه بنسټ ویلې دي چې د واورې د وریدو او طوفان احتمال هم شته او دا کولی شي چې وضعیت لا خراب کړي.

ترکیې په ناټو کې له خپلو متحدینو څخه غوښتي دي چې دغه هيواد ته یو ساحوي روغتون او طبي پرسونل واستوي. د روغتیا وزیر ویلي دي چې شاوخوا ۴۲۰۰ مرستندویه کارکوونکي زلزله ځپلو سیمو ته استول شوي او په خیمو کې د ټپیانو درملنه کوي.

د ترکیې ولسمشر مرستیال اعلان کړی دی چې تر اوسه ۷۸۴۰ کسانو ته چې تر خاورو لاندې ول، نجات ورکړل شوی دی. هغه وایي، لا هم ډېر خلک تر ویجاړیو لاندې دي.

په اډمیان کې یو ۱۲ کلن چې ۲۱ ساعته تر خاورو لاندې ژوندی پاته وو، ژغورل شوی دی. په ځینو سیمو کې له یوې ورځې وروسته یو شمېر کسان چې تر خاورو لاندې ول، ژغورل شوې دي.

رجب طیب اردوغان دغه زلزله په خپل هيواد کې له ۱۹۳۹م کال وروسته تر ټولو سخته زلزله وبلله او یوه اونۍ یې عمومي ماتم اعلان کړ.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ترکیه او سوریه: د زلزلو د قربانيانو شمیر۴۲۰۰ کسانو ته رسېدلی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*